د روغتیا نړیوال سازمان: د امریکا مرستو بندېدل به په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ کړي

د روغتیا نړیوال سازمان: د امریکا مرستو بندېدل به په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ کړي
Photo: Polio Free Afghanistan

د روغتیا نړیوال سازمان پر افغانستان د امریکا د مرستو په بندېدو سره په دغه هیواد کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان(ډبلیو ایچ او) یوه چارواکي خبرداری ورکړ، چې د امریکا د بهرنیو مرستو بندېدل به په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ سره مخامخ کړي.

د هغه په خبره افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي‌ چې لا هم په کې د ګوزڼ وېروس ژوندی دی او ماشومان پرې اخته کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندې ویلي و، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په ورته مهال د ډاکټرانو په وینا، په کور دننه بې‌ځایه شویو او کډوالۍ سربېره، له پاکستانه د افغانانو ستنېدل او د یادې ناروغي په اړه د عامه پوهاوي نشتون، پر دې ناروغي د ماشومانو اخته‌کېد ډېر کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا خپلې بهرنۍ مرستې پر افغانستان بندې کړي چې هم مهال ورسره په دغه هیواد کې ۵۰ بهرنیو موسساتو چې امریکا یې ملاتړ کاوه، خپل فعالیت درولی دی.