له موسسو تر خیاطۍ: د افغان ښځو د ژوند تریخ بدلون

له موسسو تر خیاطۍ: د افغان ښځو د ژوند تریخ بدلون
Photo: RM Media

د طالبانو له خوا د ښځو په کار او زده کړو باندې د دوامداره بندیزونو او د امریکا له خوا د مرستو بندولو سره، په افغانستان کې د لسګونو نړیوالو سازمانونو فعالیتونه ځنډېدلي چې له امله یې ګڼ شمېر افغان ښځې چې دندې یې له لاسه ورکړي وايي، له ټولنې څخه ګوښه کېدو یې پر اقتصادي، ټولنیز او اروايي ژوند ناوړه اغېزې کړي او هره ورځ «تدریجي مرګ» تجربه کوي.

شازیه د یوې ډاکترې نجلۍ مستعار نوم دی چې له دې وړاندې د (ADA) په نامه له یوې موسسې سره په روغتیایي برخه کې رسمي کارکوونکې وه، خو نږدې شپږ میاشتې کیږي چې له دندې ګوښه شوې ده.

نوموړې وایې له دندې ګوښه کېدو وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې او نشي کولای له دندې پرته د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

شازیه زیاتوي: «پنځه کاله مې په بېلابېلو ادارو کې دنده ترسره کړې او وروستۍ دنده مې په (آډا) موسسه کې وه، چې تر دوه ویشت زره افغانۍ معاش مې درلوده خو یادې موسسې د مالي ستونزو د طالبانو د ګواښونو له امله زما په ګډون لسګونه ښځې له دندې ګوښه کړې اوس دنده نه پیدا کیږي او اقتصادي ستونزې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.»

نوموړې اوس‌مهال په یو خصوصي روغتیایي مرکز کې د یوې عادي نرسې په توګه دنده ترسره کوي وايي، له لوږې د کوچنیو ماشومانو د ژغورلو لپاره په ډېرو کمو پیسو له سهار څخه تر ماښامه همدلته تر ټولو سخت کار کوي.

شازیه زیاته کړه: «پخوا خو مې معاش زیات و، خو اوس دلته پنځه زره افغانۍ د میاشتې راکوي چې د شپې نوکریوالي هم په کې کوم، دا معاش زما د کورنۍ لپاره بسنه نه کوي دوه اولادونه مې په خصوصي ښوونځي کې دي خو له مجبورۍ مې دلته کار پیل کړی.»

یو شمېر نورې هغه ښځینه کارکوونکې چې د موسساتو له تړل کېدو او د طالبانو لخوا له خپلو دندو ګوښه شوې دي، وایي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو لپاره اړې شوي دي مزدورۍ ته مخه وکړي. دغه ښځینه کارکوونکې چې اوس د خیاطۍ، شیریني پخولو او غالۍ اوبدلو کسبونو ته مخه کړې، وایي چې ژوند یې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دی.

د ننګرهار اوسېدونکې مریم عمرخېل یوه له هغه ښځو څخه ده چې د وروستیو تنقیصاتو له امله له خپلو دندې ګوښه شوې. هغې اوس د خپلې څلور کسېزه کورنۍ لپاره د ډوډۍ پيدا کولو په موخه خیاطۍ ته مخه کړې وايي چې ژوند یې له سختو کړاوونو ډک دی.

عمرخېل زیاتوي: «د ننګرهار په نازو آنا لېسه کې مې د یوې ښوونکې په توګه کلونه دنده ترسره کړې خو څه موده کیږي خو په دې وروستیو کې له دندې ګوښه شوې یم، تراوسه یې علت هم مالوم نه دی چې ولې له دندې لرې شوم اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم ژوند مې سخت شوی او خپل او د اولادونو راتلوونکې ته خفه یم.»

نوموړې زیاتوي چې د پروژو کموالي، مالي ستونزو او همدارنګه د کارکوونکو په یوه او بله پلمه یوشمېر رسمي او قراردادي کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي.

په همدې حال کې د اقتصادي شنونکي مجیب الرحمن درمان وايي، په بېلابېلو برخو کې د ښځو کمېدل نه یوازې د کورنیو پر اقتصاد منفي اغېزې کوي، بلکې د هېواد د اقتصاد لپاره به یې هم اغېزې نه جبرانېدونکې وي.

درمان زیاتوي: «ښځه د یوې کورنۍ په اقتصادي برخه کې مهم رول لري او دوی کولای شي چې د خپل عاید له لارې کورنۍ پر پښو ودروي، خو له بده مرغه چې په دې وروستیو کې زیاتره ښځې له دندو ګوښه شوي چې دې چارې د ټولنې او کورنیو په اقتصادي وضیعت هم منفي اغیز کړی.»

د ښځو حقونو فعالان هم په ټولنه کې د ښځو حضور یوه اړتیا بولي او له نړېوالې ټولنې څخه غواړي چې د ټولنې د ښه‌والي او پرمختګ لپاره دې افغان ښځو ته د کار په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې تر پنځوس زیاتو نړیوالو موسساتو خپل فعالیت پر افغانستان د امریکا له مرستو ځنډېدو وروسته بند کړی چې له امله یې د نارینه وو، په ګډون ګڼ شمېر ښځې هم بې روزګاره شوي او له دې سره سره په وروستیو میاشتو کې، طالبانو د دولتي کارکوونکو، په ځانګړي توګه د ښځینه کارکوونکو د کمښت او ګوښه کولو بهیر هم چټک کړی دی.

د طالبانو له لوري د اداري بستونو د کمښت له پرېکړې وروسته، زرګونه کارکوونکي، چې ډېرې یې ښځې وې او د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي وې، له کاره بې برخې شوې دي.