پاکستان کې یو افغان کډوال ځان وژنه کړې

پاکستان کې یو افغان کډوال ځان وژنه کړې
Photo: Social Media

په پاکستان کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه هیواد په پلازمېنې اسلام اباد کې یو افغان کاناډا ته د کډوالۍ غوښتنې په بهیر کې د ځنډ لامله ځان‌وژنه کړې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې دا افغان شېر احمد نومېده او په اصل د پنجشېر اوسېدونکی و.

د سرچینې په خبره نوموړي تېره ورځ د خپلې اوسېدنې په خونه کې ځان زندۍ کړی او مړه شوی دی.

سرچینه زیاتوي شېراحمد په کاناډا کې د بیامېشتېدنې یو پروګرام ته نوملیکنه کړې وه چې میاشتې میاشتې د ویزې ترلاسي په تمه و؛ خو د کاناډايي چارواکو له خوا ځواب ورنه کړل شو او هغه یې له وېرې او ناهیلۍ سره مخ کړی و.

سرچینو زیاته کړې چې نوموړي له خپلې خور سره ژوند کاوه او له اقتصادي ستونزو او ناڅرګند برخلیک څخه هم اندېښمن و.

د سرچینو په وینا، د شېر کورنۍ له دې وړاندې کاناډا ته تللې ده.

د یادونې وړ ده چې له دې نږدې یو کال وړاندې هم د پاکستان په اسلام اباد کې یو ځوانې نجلۍ د ورته قضیې له کبله ځان له شپږ پوړیزې ودانۍ غورځولی و، چې بیا یې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره زیاتره افغانان نورو هیوادونو ته کډوال شوي او ځینې پر قاچاقي لارو اروپایي هیوادونو ته تللي دي چې اوسمهال له زیاتو ستونزو سره مخ دي.