د افغان کډوالو جبري ستنېدنه: په تېره یوه میاشت کې ۱۴۰ زره کډوال هیواد ته راستانه شوي

د افغان کډوالو جبري ستنېدنه: په تېره یوه میاشت کې ۱۴۰ زره کډوال هیواد ته راستانه شوي
Photo: RM Media

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اجباری اېستلو لړۍ په دوام، د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، چې د راون ۲۰۲۵ کال تر پایه به ۶۰۰ زره نور افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شي.

یونیسف په یوه اعلامیه کې زیاته کړې چې د روان میلادي کال تر پایه به د بیرته راستنېدونکو کچه ۱.۶ میلیون کسانو ته ورسیږي، داسې حال کې چې راستانه شوي د خوراکي موادو، سرپناه او کار په څېر امکاناتو ته لاسرسی نه‌لري.

اعلامیې زیاته کړې چې یوازې د تېرې میلادي میاشتې له پیل راهیسې څه باندې ۱۴۰ زره افغانان له پاکستان، ایران او ترکیې راګرځېدلي دي.

بلخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، د بیرته راستنېدونکو په ډله کې څه باندې ۳ زره زندانیان چې د ایران او پاکستان له زندانونو ازاد شوي، هم شاملیږي.

یاد وزارت زیاته کړې چې د بیرته راستنېدونکو ټولو ستونزو ته رسېدنه کوي او تراوسه پورې د هېواد په سطحه د بیرته راستنېدونکو لپاره ۶۰ ښارګوټي په پام کې نیول شوي دي.

ورته وخت کې یوشمېر بیرته راستانه شوي دلته هېواد کې ژوند سختو شرایطو او ستونزو څخه شکایت کوي او له مسوولو ادارو او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د دوی وضعیت ته پام وکړي.