د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند د افغان کډوالو شکایت

په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري راستنېدنې پرمهال هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هیواد ته په زوره او ډیر کم هغه یې په خپله خوښه راستنیږي.
د تورخم له لارې راستانه شوي کډوال د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي او وایې، چې د کور وسایل او نور توکي ترې پولیسو ایسار کړي او دوی یې تش لاس هیواد ته راشړلي دي.
د راستنو شویو کډوالو له ډلې صمدګل چې کلونه یې د پنجاب آیالت په «چکوال» سیمه کې ژوند کړی وایې، د پاکستاني پولیسو له لوري په زوره هیواده ته راستون شوی دی.
صمدګل زیاتوي:«زه د پنجاب په چکوال سیمه کې اوسیدم او هلته مې خښتو په بټیو کې کار کاوه، خو پولیسو ونیولم او بیا یې راڅخه د کډوالۍ ټول کارتونه واخېستل او بیا یې له خپلې کورنۍ سره راوشړلم.»
یو بل راستون شوی کډوال سید نظیم هم د پاکستاني پولیسو له بد چلند شکایت کوي او وایې، چې په جبری ډول د افغان ګډوالو ستنولو سره د خلکو په میلیونونه روپۍ سرمایې او کاروبارونه پاتې شول.
سید نظیم زیاته کړه:«ډیر خوشاله یم چې خپل هیواد ته راغلم، ځکه هلته پاکستاني پولیسو زمونږ ماشومان او ښځې نیولي او بیا یې بندیان کړي پاکستان له مونږ سره زیات بد کړي.»
د نوموړي په خبره پاکستاني پولیسو په دې وروستیو کې د کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې او زیاتره وخت د کډوالو د نیولو عملیات د شپې لخوا ترسره کوي.
بلخوا په تورخم کې د افغان کډوالو د انتقالاتو مسوولان وایي، چې هره ورځ د افغان کډوالو راستیدنه زیاتیږي او یوازې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال څلور زره کورنۍ هیواد ته راستنې شوي دي.