د کندز په زندان کې د زندانیانو د بد وضعیت په اړه اندېښمنې
ځانګړی راپور
د کندز په زندان کې د زندانیانو خپلوان په زندان کې د شته شرایطو په اړه شکایت لري او وایې، زندانیان سخت او له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
په کندز کې د یو زنداني شوي کس د کورنۍ غړي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په یاد محبس کې د زندانیانو قضیې نه څیړل کیږي او دغه راز د زندان د مسوول او ساتونکو له لوري په یوه او بله بهانه شکنجه کیږي.
سرچینه زیاتوي چې د مناسبې ډوډۍ، پوښاک، د قضیو نه څیړل او د کافي اوبو نشتون په داسې حال کې چې هوا ورځ تربلې سړیږي، له هغو ستونزو دي چې د زندانیانو کورنۍ یې له ګڼ اندېښنو سره مخ کړي دي.
سرچینه ادعا کوي چې تېره شپه په یاده زندان کې د امام صیب د ولسوالۍ یو اوسیدونکي رحیم الله چې په جیګر مشهور و او د مور او یو ورور سره زنداني و، ځان وژنه کړې چې د محبس طالب مسوول مدیر دا خبره پټه ساتلې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په زندان کې یو شمېر نور زندانیانو په مرموز ډول خپل ژوند له لاسه ورکړي وو. سربېره پردې، دغه پېښه د رسنیو په کچه رسنیز نشوه او هېڅ بنسټ د هغه په اړه څېړنه ونکړه.
سرچینې ویلي دي د زندان په داخل کې بندیان د سرپناه لپاره هیڅ نه لري او ځینې یې د شپې او ورځې لخوا د پلاستیک لاندې د زندان سختې شپې او ورځې سبا کوي.
سرچینې زیاتوي چې تر دا مهاله پورې یاد زندان کې د زنداني شویو کسانو ته هېڅ ډول دوسیې نه دي جوړې شوي.
یاده کورنۍ د هغوی وضعیت د خواشینۍ وړ بولي او اندېښمن دي چې ددې وضعیت په دوام سره کېدای شي ډېر شمېر زندانیان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا ویلي، چې ډېر لږ شمېر زندانیان دي چې د کورنۍ غړي او خپلوان یې د کندز زندان ته لیدلو ته ورغلي دي خو ډېر شمېر زندانیان چې یو کال یا یې څه باندې یو کال په زندان کې تېر شوی دی، د خپلو خپلوانو په لیدلو بریالي شوي نه دي.
د سرچینې په خبره، د کندز په زندان کې ډیری شمېر هغه کسان زنداني دي چې طالبانو له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
مونږ هڅه وکړه په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو بریالي نشو.
د کندز په زندان کې د بندیانو د شکنجې او ربرړونې په اړه داسې مهال راپورونه خپریږي چې له دې وړاندې د طالبانو د زندانونو عمومي رییس ویلي و، چې د طالبانو په زندانونو کې بندیانو ته هیڅ ډول سزا نه ورکول کیږي.