بارانونو او سېلابونو؛ په کونړ او خوست کې د دوو نجونو په ګډون څلور کسان مړه کړي

بارانونو او سېلابونو؛ په کونړ او خوست کې د دوو نجونو په ګډون څلور کسان مړه کړي
Photo: RM Media

په کونړ او خوست کې ځایي سرچینې وایې چې په دې ولایتونو کې د سخت توپان، باران او سېلاب له امله په مرکز او ځینو ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د هېواد په ختیځ ولایت کونړ کې سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې تېره ورځ د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې دوه ماشومې نجونې چې خویندې وې سېلابونو وړې او لاتراوسه یې جسدونه نه دي موندل شوي.

 سرچینه زیاتوي چې د یادو سېلابونو له امله په سیمه کې د استوګنې کورونه وېجاړ شوي او کرنېزې ځمکې، د اوبو سربندونه او د اوبو څاه ګانې هم تخریب شوي دي.

بلخوا په خوست کې هم د سېلاب او باران له امله ځايي خلکو ته پراخ مالي زیان هم اوښتی.

 په خوست کې سرچینو وایې چې د دغه ولایت په مرکز متون او ځینو سیمو کې د شړکنده باران او سېلابونو له امله د یوې کورنۍ دوه کسان مړه شوي، چې په مړو شویو کسانو کې یوه مېرمن او بله ماشوم شامل دی.

بلخوا د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایې، په کونړ او خوست کې د وروستیو ورښتونو له امله له ۶۰ زیات کورنه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او په زیاته اندازه کرنېزه ځمکه هم سېلابونو تخریب کړې ده.

په ورته مهال سېلاب ځپلې کورنۍ شکایت کوي چې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي، خو تراوسه ورسره اړینې مرستې نه دي ترسره شوي دوی له مرستندويه بنسټونو د بيړنيو مرستو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې د شویو اورښتونو له کبله راوتلیو سېلابونو ګڼ‌ ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.