امربالمعروف وزارت د موسیقۍ آلې او د ښځو ۹۰۰ کیلو ګرمه ویښتان سوځولي دي

امربالمعروف وزارت د موسیقۍ آلې او د ښځو ۹۰۰ کیلو ګرمه ویښتان سوځولي دي
Photo: MOPVPE

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د موسیقۍ یوشمېر الې او د ښځو ۹۰۰ کیلوګرامه وېښته یې سوځولي دي.

خبرپاڼه کې د یاد وزارت د چارواکو له قوله ویل شوي چې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو د اورېدو د ریاست کارکوونکو د موسیقي الې او وېښته ترلاسه کړي وو.

خبرپاڼې زیاته کړې چې ترلاسه شوي توکي یې سوځولي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې پر موسیقۍ بندیز لګولی او دغه راز له پخوانیو سندرغاړو پاتې شوې د موسیقۍ آلات یې سوځولي او په ځینو ولایتونو کې یې سندرغاړي شکنجه کړي هم دي.