د پوهنتون استاد جاوید مومند د طالبانو له بنده خوشې شو

د پوهنتون استاد جاوید مومند د طالبانو له بنده خوشې شو
Image: Jawid Momand Facebook

په کابل کې ځایي سرچینې وایې چې، طالبانو له یوې میاشتې زندان تېرولو وروسته د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی جاوید مومند له بنده خوشې کړی دی.

د سرچینو د مالوماتو له مخې مومند نن(پنجشنبه، د لېندۍ لومړۍ)د طالبانو له زندان خوشې شوی او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

نوموړی د تلې میاشتې په ۳۰ نېټه کابل کې د طالبانو استخباراتو نیولی و او تر اوسه بندي و.

مومند د طالبانو له نیول کیدو څو ورځې وړاندې د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوې خپره کړې ویډیو کې ويلي و، چې طالبانو د ده نوم د هغو شنونکو له نوملړه لغوه کړی چې له رسنیو سره د خبرو اجازه لري.

جاوید مومند په افغان رسنيو کې يو له پېژندل شويو سياسي شنونکو څخه و چې، په ټولنیزو رسنیو کې یې ګڼ مینوال درلودل.

تراوسه طالبانو د نوموړي د نیول کیدو او له یوې میاشتې بندي کیدو وروسته د هغه د خوشې کیدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې طالبانو د سیاسي چارو شنونکی جاوېد کوهستاني هم په کابل کې نیولی و او له شل ورځو زنداني کیدو وروسته یې خوشې کړی و.

طالبانو په دې وروستیو کې پر رسنیو، خبریالانو او د سیاسي چارو پر شنوونکو محدودیتونه زیات کړي، چې ځینې د طالبانو له لوري نیول شوي هم دي.