د امریکا سفارت: د افغان ښځو پر وړاندې بې عدالتي د نړیوال عدالت پر وړاندې ګواښ دی

د امریکا سفارت: د افغان ښځو پر وړاندې بې عدالتي د نړیوال عدالت پر وړاندې ګواښ دی

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې اوسمهال له قطر څخه فعالیت کوي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان ښځو او نجونو اوسنی وضعیت او پر وړاندې بې‌عدالتي د نړیوال عدالت پر وړاندې ګواښ دی.

اعلامیې زیاته کړې چې تر بل هر وخت طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال پر ښځو او نجونو محدودیتونه وضعه کړي چې، دوام او پر وړاندې چپ پاتې کېدل به په ټوله نړۍ کې د عدالت او برابرۍ اصول ګواښي.

اعلامیه کې د افغان ښځو په ژوند کې د بدلون او عدالت غوښتلو لپاره د یوې ځانګړې اتحادې په جوړېدو ټنیګار شوی، څو د نجونو او ښځو حقونو ترلاسه کولو لپاره روانه مبارزه لا ګړندۍ شي.

د امریکا سفارت داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې، چې څو اوونۍ وړاندې طالبانو د افغان نجونو پرمخ د روغتیایي انسټیټوټونو دروازې وتړلې.

که څه هم د طالبانو دې اقدام په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راوپارول، خو طالبانو یې تراوسه په اړه قناعت کوونکی ځواب نه دی ورکړی.

بلخوا د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو حقونو تر پښو لاندې کولو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د هغوی بنسټیزو حقونو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.