یوې مېرمنې د «بانوان افغان» په نامه کابل کې د رسټورانټ درېیمه څانګه پرانیسته

د «بانوان افغان یا د افغان ښځو» په نامه دا رسټورانټ د کابل ښار په یوه څنډه کې د یوې مېرمنې لخوا په شخصي پانګونه جوړ شوی چې کار کوونکې یې ټولې ښځې دي.
د رسټورانټ مسووله سمېرا محمدي وایې، نږدې څلور کاله وړاندې یې خپل کاروبار له پنځه زره افغانۍ پیل کړی و او اوس په دې توانېدلې چې د رسټورانټ د درېمې څانګې پرانېسته وکړي.
هغه وایې له ډیر هلو ځلو وروسته بریالۍ شوې چې د ښځو لپاره دا ځانګړی رسټورانټ جوړ کړي.
د نوموړې په خبره له دې کاره یې موخه د داسې چاپیریال رامنځته کول دي چې افغان مېرمنې په ارامه فضا کې خواړه وخوري او د زړه خواله وکړي.
محمدي زیاتوي:«د دې رسټورانټ ټول کارکوونکې ښځې دي او مشتریان یې هم تر ډېره ښځينه دي او زه له ډیرو ستونزو وروسته بریالۍ شوې یم، چې د ښځو لپاره دا رسټورانټ جوړ کړم هدف له دې پانګونې څخه دا دی، چې ښځو ته د کار زمینه برابره شي.»
نوموړې وایې چې د دې رسټورانټ په هره څانګه کې نږدې لس نجونو او ښځو ته د کار زمینه برابره شوې چې کورنۍ يې سرپرستان نه لري او بېوزله دي.
د محمدي په خبره رسټورانټ کې هره ورځ پېرېدونکو ته له مهالوېش سره سم بېلابېل خواړه لکه بولاني، اشک، بریاني، منتو، سمبوسې او داسې نور خواړه چمتو کوي.
د دې رسټورانټ مسووله تمه لري چې په راتلوونکې کې د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د دې رسټورانټ څانګې پرانیزي او لا ډيرو میرمنو ته د کار زمینه برابره کړي
ورته وخت کې د یاد رسټورانټ کارکوونکې خوښي څرګندوي چې کار کولو زمينه ورته برابره شوې.
سحر عزیزي د همدې رسټورانټ یوه کارکوونکې ده د هغې په خبره چې په دغه رسټورانټ کې له کار کولو سره ځان راحته احساسوي او هم له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پيدا کوي.
عزیزي زیاته کړه:«ډیره خوشاله یم چې په دې رسټورانټ کې کار کوم، د شپې لخوا په انلاین بڼه خپل درسونه وایم او د ورځې دلته کار کوم.»
د کابل اوسېدونکې مریم د ښځو لپاره د دا ډول ځانګړو رسټورنټونو جوړېدل هوسا او مناسب بولي او وایې، چې ښځې کولاى شي دلته د ارام ساه واخلي.
مریم زیاتوي:«که د ښځو په برخه کې دا ډول پانګونې لا زیاتې شي ښه پایله به ولري، له یوې خوا به ښځو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به دا ډول ځای کې ښځې ځان راحت احساسوي.»
مېرمنې د دغه رسټورانټ جوړول په ټولنه کې د نورو ښځینه متشبثو د هڅونې او دوی ته د کاري فرصتونو برابرېدو لپاره مهم بولي او له مسوولینو څخه چې ښځینه وو ته د سوداګرۍ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړي او دوی یوازې کولای شي په کور دننه کوچني کاروبارونه ترسره کړي.