طالبانو په ننګرهار کې «مینه» مجله بنده کړه

په ننګرهار کې د چاپېدونکې «مینې» مجلې مسوولان وایې، چې طالبانو له دغه ولایت خپرېدونکې «مینه» مجله وتړله.
د یادې مجلې مسوول مدیر عزت الله ځواب ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ممنوعه کتابونو یو لېست کتاب پلورنځیو ته استولی، چې په ۸۱ شمېره کې یې مینه مجله هم شامله ده چې پر چاپ، خپرېدو، پېر او پلور یې بندیز لګول شوی او د ملي ګټو خلاف بلل شوې ده.
د هغه په وینا تر دې مهاله د یادې مجلې ۸۹ ګڼې چاپ شوې چې درې یې یوازې د طالبانو د تېر واکمنۍ پرمهال وې.
ځواب زیاته کړې چې له کلونو راهېسې یې په «مینه» مجله کې خبري، ادبي، هنري او سیاسي مطالب خپرول خو دا مهال د ممنوعه کتابونو په لېست شامله شوې او له همدې امله یې خپل فعالیت درولی دی.
د «مینې» مجلې مدیر عزت الله ځواب له دې نږدې یو کال وړندې د کابل په پلچرخي سیمه کې د طالبانو استخباراتو نیولی و، چې له درې میاشتو بند تېرولو وروسته خوشې شو.
لیکوال او شاعر عزت الله ځواب په ننګرهار کې د مینې مجلې بنسټګر دی، چې طنزیه شعرونو یې په ټولنیزو شبکو کې ګڼ مینوال لري.
هغه کله نا کله د شعر په ژبه د طالبانو پر حکومت او کړنو نیوکې هم کولې.
خو ځواب نه یوازې د طالبانو حکومت نقداوه، بلکې د تیر جمهوري نظام پر کړنو او چارواکو یې هم وخت ناوخت د شعر په ژبه توندې نیوکې کولې
په همدې حال کې د یو شمېر ژورنالستانو او فرهنګيانو د «مینې» مجلې پر بندیدو خواشیني څرګنده کړې او دا يې پر بیان ازادۍ سخت ګذار بللی دی.
دوی اندېښنه ښودلې چې له دا ډول بندیزونو سره به په هېواد کې د کتاب او مجلو لوستلو فرهنګ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
د تېر جمهوري حکومت پرمهال هم «مینه» مجله د بېلابېلو لاملونو له امله درې ځله بنده او بیا بېرته پرانیستل شوې وه.
هغه لېست چې تازه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري خپرو شوی پکې د ۸۵ کتابونو او مجلو نومونه شامل دي چې پر فعالیت یې بندیز لګول شوی دی.
طالبانو له دې واندې هم د نږدې ۴۰۰ سیاسي، تاریخي، ټولنیزو او دیني کتابونو لېستونه خپاره کړي، چې د هغوی پر خپراوي، واردولو، چاپ او خرڅلاو پکې بندیز لګول شوی.
یادې ډلې دا کتابونه د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف بللي دي.