یونیسف: سږکال له ایران او پاکستان دوه میلیونه کډال راستانه شوي چې نیمایي ماشومان دي

یونیسف: سږکال له ایران او پاکستان دوه میلیونه کډال راستانه شوي چې نیمایي ماشومان دي
Photo: RM Media

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې سږکال له ایران او پاکستانه څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال راستانه شوي دي.

یونیسف په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې د راستانه شویو باندې دوو میلیونو کډوالو له ډلې چې ۵۰۰ زره یې ماشومان دي سږکال خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

یاد سازمان اندېښنه ښودلې چې له پاکستان او ایران زرګونه افغانان اجباري وتلو ته اړ شوي، چې له امله یې تر ډېره ښځې او ماشومان زیان منونکي دي.

بلخوا تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخ راستنیدو سره د بحران مخنیوي لپاره د نړيوالې ټولنې بېړنۍ او پراخې مرستې اړینې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو جبري ایستلو بهیر چټک شوې، چې ورسره په هېواد کې د بشري بحران، بې‌وزلۍ، ناامنۍ او بیړنیو بشري اړتیاوو کچه لوړه کړې ده.