کونړ کې د کور چت لوېدو پېښه کې درې ماشومان مړه شوي

کونړ کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د یوه کور چت لوېدو له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې یو اوسېدونکي شمس الحق ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اړوند د «ګلسلک په سوري غاړې» کلي کې د باران ورېدو له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره په یاده سیمه کې د باران له امله د یوه کور د کوټې چت رالوېدلی چې پرمهال یې درې ماشومان مړه او یو بل ژوبل شوی دی.
له دې څه موده وړاندې په کابل کې هم په ورته پېښه کې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د هېواد په یوشمېر سیمو د درنو اورښتونو له امله وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي چې تر ډېره قربانیان ښځې او ماشومان وي.