کونړ کې اورلګېدنې ۱۳ هکټاره د نښترو ځنګل سوځولی

کونړ کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اړوند د نښترو په یوه ځنګله کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې پرمهال یې په زیاته اندازه ځنګل سوځېدلی دی.
د سیمې اوسېدونکو ویلي چې دغه اور لګېدنه د روانې اوونۍ (دوشنبه،۱۳د زمري) د ناړۍ ولسوالۍ اړوند «ناوې خوړ» سیمه کې د شپنو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې او دغه اور لګېدنې نږدې درې ورځې دوام کړی، چې له امله د ناړۍ ولسوالۍ ځنګل سوځېدلی دی.
د ځایي خلکو په خبره اور لګېدنه په لومړي سر کې په ډېرې اسانۍ سره مهار کېدلی شوه، خو د ځایي طالب مسوولانو د بې غورۍ او پر وخت د نه اقدام له امله ځنګل کې اور پراخه شو او ۱۳ هکټاره ځنګل د اور په لمو کې وسوځېد.
بلخوا کونړ کې طالب مسوولانو هم د ناړۍ ولسوالۍ په ځنګل کې اورلګېدنه تاییدوي او په خبره یې دغه اور د شپنو د پخلي له اور څخه لګېدلی و، چې د سختو بادونو له امله پراخه او د اړینو تجهیزاتو نشتوالي له امله دوی اور مهار نه شو کړای.
د ناړۍ ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال امین الله شهاب ویلي، چې دوی له ولايتي ادارې او په دغه ولايت کې د پېښو سره د مبارزې ریاست څخه هم د همکارۍ غوښتنه کړې وه خو تر اوسه کومه مرسته نه ده رسېدلې.
د هغه په خبره اورلګېدنه د تېرې شپې باران پرمهال مهار شوې خو د رامنځته شوي اور له امله ۱۳ هکتاره د نښترو ځنګل سوځېدلی دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار او په یوشمېر نورو سیمو کې د نښترو په ځنګلونو کې اورلګېدنې رامنځته شوی چې له امله یې لسګونه هکټاره ځنګلونه سوځېدلي دي.