کابل کې یوې ښوونکې ۳۰ نجونو او ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې

کابل کې یوې ښوونکې ۳۰ نجونو او ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې
Photo: The RM Media
کابل کې یوې ښوونکې ۳۰ نجونو او ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې
کابل کې یوې ښوونکې ۳۰ نجونو او ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې
کابل کې یوې ښوونکې ۳۰ نجونو او ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې

د کابل په یوه څنډه کې کوچنۍ د خیاطۍ کارګاه شته چې هلته ډیرې نجونې د یوې ښوونکې تر لارښوونې لاندې د خیاطۍ هنر زده کوي.

 دغه نجونې چې له زده‌کړو محرومې پاتې شوې، په دې کارګاه کې د خپلې کورنۍ د مالي ستونزو د حلولو لپاره کار کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو او کاري بندېزونه د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر لوستې ښځې د زده کړو پر ځای سختو کارونو ته د کمې ګټې وټې سره مخه کړي.

هغه محدودیتونه زیاتره ښځې یې ناڅرګند برخلیک او لږو غواراویو سره مخ کړي دي.

د طالبانو له محدودیتونو له فرصته د ګټې اخېستې په موخه د کابل ښار په یوه څنډه کې یوې ښوونکې د خیاطۍ کارګاه په جوړولو سره ۳۰ بې‌وزلو ښځو او له زده کړو محرمو نجونو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د دغې کارګاه مسووله شریفه احمدي وایې، په دې کارخونه کې ښځې په دوو جلا جلا وختونو کې د څرمنې، ګل‌دوزۍ، مریو او خامک ګنډلو په څېر د خیاطۍ بېلابېلو برخو کې پر کار بوختې دي.

نوموړې چې د کابل پوهنتون کې یې د دري ادبیاتو په برخه کې د ليسانس تر کچې  زده‌کړې کړې او له کلونو راهیسې د ملالۍ لېسه کې د یوې ښځینه ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو او پر نجونو د زده کړو او له کاربندیز وروسته هغه هم د نورو ښځو په څېر په کور شوې، خو له بندېزونو څخه د ګټې اخېستنې په توګه توانېدلې چې د سل زره افغانیو په شخصي پانګونې په خپل کور کې د خیاطۍ مرکز جوړ کړي.

هغه وايي، د یادې کارخونې له جوړېدو یې موخه د ښځو د کورني اقتصاد پیاوړتیا او له هغو مېرمنو او نجونو سره مرسته ده چې له زده‌کړو بې برخې پاتې کړل شوي دي.

احمدي زیاته کړه: «کلونه مې د یوې ښوونکې په توګه خدمت کړی خو له کله چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز ولګېده، نو مجبوره شوم چې په شخصي پانګونه د حرفوي زده کړو یو مرکز جوړ کړم ما مخکې ۹۵۰۰ افغانۍ د معلمۍ معاش اخېسته او دا پېسې مې له همدې معاش د دندې په جریان کې سپما کړي؛ زما هڅه دا ده چې نجونې ته دا فرصت برابرم کړم، څو دوی وکولای شي په خپل کور کې کار وکړي او له زده کړو سره سره خپل ځان له اقصتادي اړخه بسیا کړي او لا هڅه کې یم چې نورو نجونو ته هم د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړم.»

آغلې احمدي وایې د دې کارګاه د جوړولو پرمهال په لومړیو کې د کورنۍ او په ځانګړي ډول د خاوند له سخت مخالفت سره مخ وه، خو په کلک هوډ سره توانېدلې چې د خیاطۍ دا کارخونه په خپل کور کې جوړه او کار ته دوام ورکړي.

د نوموړې په وینا اوس‌مهال په دې مرکز کې ښځو ته د خامک، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ او د خیاطۍ نورو بېلابېلو برخو کې په وړیا ډول د خیاطۍ زده‌کړه هم ورکول کېږي.

احمدي زیاتوي: «د کار په پیل کې ستونزې وې خو کلک هوډ سره بریالۍ شوم، په دې مرکز کې زیاتره نجونې چې له زده کړو محرومې وې دلته راځي او کار زده کوي، هره ورځ تر ۱۲۰۰ سوه افغانیو عاید لرم له خپل ژوند ډیره خوشاله یم چې خپلو هیوادوالو ته خدمت کوم دا ما ته لا نوره انرژي راکوي او زه زیاته هڅیږم چې خپل کار ته دوام ورکړم نجونو ته په کار ده چې بندیزونه په فرصتونو بدل کړي.»

د هغې په وینا د خیاطۍ په دې مجهزه کارګاه کې هره ورځ له ۱۵ تر ۲۰ جوړه د ښځو او ماشومانو جامې او د خصوصي ښوونځيو یونیفورمونه ګنډل کېږي، چې په  قراردادي هټیوالو او په عمده توګه یې بازار او مارکېټونو ته د خرڅ لپاره وړاندې کوي او د هر جوړه کالیو پر سر کاریګرو ښخو ته ۱۵۰ افغانۍ ورکول کوي.

نوموړې زیاتوي چې کاروبار یې ورځ تربلې مخ په ښه کېدو دی او هره ورځ تر ۱۲۰۰ افغانیو عاید لري، چې په لومړیو کې یې دا کچه تر څلور سوه افغانیو وه.

هغه له افغان نجونو هم په ټینګار غوښتنه کوي چې په دې حالت کې غلي پاتې نه شي او محدودیتونه دې په فرصتونو بدل کړي.

احمدي وویل: «کوم لباسونه چې دلته برابریږي بیا مونږ په بازار کې خپل قراردادي دوکانداران لرو، پر هغې خرڅوو، خو څه ډول چې لازمه ده بازار نه لري ډیر کله زمونږ لخوا جوړې شوې جامې د پېرېدونکو د نشتون له امله په کور پاتې کیږي، که چېرې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټونه جوړ شي نو په دې سره به زمونږ کاروبار لا وغوړیږي.»

د یادې کارګاه مسووله وايي، د طالبانو حکومت او مرستندویه بنسټونو یې تر اوسه په مستقیمه توګه هیڅ ملاتړ نه دی کړی، یادې کارګاه کې مېرمنو ته په وړیا ډول د خیاطۍ زده‌کړه ورکول کېږي او وروسته له زده‌کړو د هغوی وړتیا په کتو د جامو ګنډلو پر سر فیصدي ټاکل کېږي چې دې چارې د بې‌وزلو کورنیو پر مالي وضعیت مثبت اغیز کړی دی.

د نوموړې په وینا چې د پخوا پرتله اوس لاسي صنایعو صنعت د پام وړ وده کړې او زیات شمېر متشبثو مېرمنو په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی، خو د کار پر وړاندې یې د برېښنا نشتون، د خامو موادو کمښت، د ځای او بازار نشتوالی هغه ننګونې دي چې له کبله یې د دوی روزګار ټکنی شوی دی.

احمدي زیاتوي: «زمونږ په کارخونه کې ستونزه د برق، ځای کموالی، د خامو موادو کمښت او دغه راز د جواز اخېستلو په برخه کې هم ستونزې شته؛ که چېرې ښځو ته د کار زمینه برابره شي نو دا به د هیواد په اقتصادي وضعیت مثبت اغیز ولري همدارنګه نړیوالو بنسټونو په کار ده چې د متشبثو ښخو لاسنوی او مالي ملاتړ وکړي په اوسنیو شرایطو کې ښځو ته یوازې خیاطي ورپاتې ده.»

افغانستان کې د طالبانو د بیا خلي واکمنېدو راپدېخوا او له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او مېرمنو راګرځولو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر ښځو د لاسي صنایعو او خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې.

د یادې کارګاه یوې کارکوونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې بخت مینه وایې، چې نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز لامل شوې چې، دا د خیاطي کارخونه کې د خیاطي زده‌کولو ته مخه کړي.

د هغې په خبره پنځه میاشتې کېږي چې د حرفوي زده‌کړو په دغه مرکز کې شامله شوې او تمه لري، چې د خیاطۍ له زده کړې وروسته به د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې تر یوې کچې حل کړي.

بخت مینه زیاتوي: «په لسم ټولګي کې وم، چې ښوونځي بند شول په کور کې ناراحته وم او غوښتل مې ځان بوخت وساتم بیا دې مرکز ته راغلم اوس مې خیاطۍ تر ډیره زده کړې، که په اوونۍ کې څلور جوړه کالي وګنډم نو تر ۸۰۰ افغانیو مزدوري راکوي له خپل کار خوشاله یم.»

د یادې کارګاه یوې کارکوونکې او د خپلې کورنۍ یوازېنۍ نفقه برابروونکې زینت وایې، د دې کارګاه په جوړېدو او ورته د کار زمینې په برابرېدو ډېره خوشحاله ده او هره میاشت له څلور تر پنځه زره افغانیو عاید لري چې په اوسنيو شرایطو کې پرې د کورنۍ مالي ستونزې حلولی شي.

د هغې په خبره هره ورځ له کارګاه سربېره د شپې لخوا هم په کور کې جامې ګنډي ځکه د کورني لګښتونو د برابرېدو لپاره بله چاره نه لري.

زینت زیاته کړه: «ښځې د کورنۍ د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري، په کار ده چې باید د ښخو ملاتړ وشي دوی ته کاري زمینې برابرې شي او دغه راز ښځو ته باید په کورنیو کې د مشورې حق ورکړل شي ځکه هم بشر دی او په هر څه کې د نظر او ونډې اخېستو حق لري.»

نوموړې په اوسني وضعیت کې د کورنیو د اقتصادي ستونزو له منځه وړلو لپاره باید ښځې هم لاس په کار شي.

دوی ښځو ته د کاري زمینو، وړو کاروبارونو، د لاسي توکو د خرڅلاو لپاره د ځانګړي بازارونو، مالي ملاتړ او نورو برخو کې د اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه کوي.

هغه مېرمنې او نجونې چې د خیاطۍ په دې کارخونه کې په کار بوختې دي وایي، چې له یوې خوا حرفوي مسلک زده کړې کوي او له بلې خوا یې اقتصادي وضعیت ښه شوی او دغه په کارخونه کې کار کولو سره کولی شي د خپلو کورنیو ورځیني لګښتونه پوره کړي.

دوی د ښځو لپاره د ورته نورو حرفوي مرکزونو په جوړېدو ټینګار کوي او غوښتنه یې دا ده، د دا ډول پروګرامونو لړۍ دې لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي ځکه زیاتره ښځې له اقتصادي ستونزو کړیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې نجونې له زده کړو منع کړي او دغه راز یې پر ښځو محدودیتونه زیات کړي، چې له امله یې زیاتره نجونو د حرفوي زده کړو ته مخه کړې ده.

په افغانستان کې ښځې او نجونې لا هم د زده کړو او کاري فرصتونو له حقونو بې برخې دي او ډېرې یې د ځان او خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره د خورا ټیټ عاید کاروبارونو ته مخه کوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د معالوماتو پر بنسټ افغانستان کې نژدې ۸۵ سلنه خلک د ورځې له یوه ډالره پر لږ عاید ګذاره کوي.