پکتیکا ولایت ولایت کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله

پکتیکا ولایت ولایت کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله
Photo: Cac/pac jap

د طالبانو دفاع وزارت تائید کړې چې تېر ماښام د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پاکستاني پوځ لخوا هوایي بمبار شوی. 

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغه بمبار کې عام ولسي خلک چې اکثره عام وزیرستاني مهاجرین دي په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون ‏یو شمیر ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ملي دفاع وزارت پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جېټ الوتکو بمباري غندلې او هغه یې د نړۍوالو اصولو خلاف بللی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د طالبانو حکومت به دا برید بې ځوابه پرې نږدي او له خپل حریمه دفاع خپل "مسلم حق" بولي.

بلخوا ځایي سرچینو ویلي چې

د پکتيکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جيټ الوتکو په بريدونو کې تر اوسه د ۱۳ کسانو جسدونه موندل شوي او لا هم له خاورو څخه د پاتې کسانو د اېستلو هڅې روانې دي. 

د پاکستان دې هوایي بریدونو په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي او دا یې د افغانستان پر خاوره د پاکستان مسقیم تېری بللی دی. 

له دې یو کال وړاندې هم پاکستاني جېټ الوتکو په خوست ولایت کې پر ملکي وګړو هوایي بریدونه کړي وو.