په کندهار کې یوې نوې واده کړې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

په کندهار کې یوې نوې واده کړې نجلۍ ځان‌وژنه کړې
Photo by Andreea Popa on Unsplash

په کندهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې یوې نوې واده کړې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

سرچینې ویلي چې د عالیه په نوم دغه نجلۍ د کندهار ژړۍ ولسوالۍ اړوند په «زنځیري» سیمه کې ځان وژلی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخېدغې نجلۍ شپږ میاشتې مخکې واده کړی و، خو د کورني تاوتریخوالي له کبله یې د زهري موادو په خوړلو ځان وژلی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې، چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې، په بدو کې د نجونو ورکړه او نور لاملونه دي.

له دې څو ورځې وړاندې د خوست د امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په دغه ولایت کې د تېر یو کال پرمهال د ۳۴ ښځو په ګډون ۷۲ کسانو پر ځان‌وژنې لاس پورې کړی دی.