پر رسینو د محدودیتونو دوام؛ طالبانو په دایکندي انځور اخیستل منع کړي

پر رسینو د محدودیتونو دوام؛ طالبانو په دایکندي انځور اخیستل منع کړي
Image: RM Media

ه هرات، میدان وردګ، بادغیس، ننګرهار، لغمان، کندهار، تخار وروسته تازه طالبانو په دایکندي ولایت کې هم د«ساه‌لرونکو» د انځورونو پر خپراوي بندیز لګولی دی.

سرچینې زیاته کړې چې نن(چهارشنبه،د لړم۲مه) په دایکندي کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د توشیح شوي قانون کمېټې په دغه ولایت کې ټولو رسنیو او خبریالانو ته خبردار ورکړی چې، له دې وروسته دې د انځور او ویډیو له اخیستلو په جدي ډول ډډه وکړي.

یادې کمېټې خبریالانو ته خبرداری ورکړی که امر یې سرغړونه وکړي نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

واک ته د طالبانو په رسیدو سره پر رسینو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي او له همدې کبله زیاتره رسینو خپل فعالیت درولی او ګڼ شمیر خبریالان نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.