پر افغانستان د امریکا د مرستو په بندېدو سره د اُمېندواره مېرمنو د مړینې د کچې د لوړېدو په اړه اندېښنه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سیمهییز مشر پیو سمېت له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا د مالي مرستو ځنډېدل به د میلیونونو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د مړینې او زیانمنېدو کچه لوړه کړي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام به له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ کال پورې د ۱۲۰۰ میندو د مړینې لامل شي.
د نوموړي په خبره چې د مرستو د بندیدو په پایله کې به په افغانستان کې له ۹ میلیونو څخه زیات خلک او په پاکستان کې له ۱.۲ میلیونو څخه زیات افغان کډوال د طبي مرکزونو د تړل کیدو له امله روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
د سمېت په وینا افغان ښځې په خپلو سیمو کې د خوندي او اغیزمنې روغتیایی پاملرنې نشتوالي له امله د مړینې د زیاتوالي او ډیرو ناروغیو د اخته کیدو له خطر سره مخ دي.
د هېواد په ځینو برخو کې یوشمېر ښځې هم په خپلو سیمو کې د روغتیایی خدمتونو د کموالي یا نهشتون څخه شکایت کوي او وایې، چې دا وضعیت د امیندوارو مېرمنو یا د هغوی د ماشومانو د مړینې لامل شوی دی.