وچکالۍ؛ ننګرهار کې د سلطانپور تاریخي چینې وچې کړي
ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې په دغه ولایت کې د سلطانپور تاريخي چينې د وچکالۍ له امله وچې شوي دي.
د سلطانپور تاریخي او مشهورې چېنې د ننګرهار د سرهرود ولسوالۍ اړوند «موي مبارک» سیمه کې موقعیت لري چې نږدې یوه پېړۍ تاریخي مخنیه لري.
کلونه وړاندې د سلطانپور په همدې سیمه کې د چینو ترڅنګ د تازه مېوو ستر بڼ هم موجود و، خو اوس یې یوازې چینې پاتې او بڼ یې له منځه تللی دی.
سلطانپور چینې نه دا چې د سیمې ښیرازي ورسره تړلې وه، بلکې یو د ننګرهار تر ټولو لویه سیاحتي سیمه هم وه او د افغانستان پخوانی پاچا امیر حبیبالله خان به هم د ژمي پرمهال له خپلې کورنۍ سره دې چینو ته د تفریح په موخه راته، ځکه د یادو چینو اوبه په اوړي کې یخې خو ژمي کې ګرمې وي.
د یاد چینو یو ساتوونکی وایې، دلته د اوبو دوه چینې وې چې یوه یې د اهلې هنود ښځینه وو او بله یې د نارینه وو، د ځان مینځلو لپاره ځانګړې شوې وه، خو له تېر دوو کلونو راهېسې دغه چینې د وچکالۍ او نه پاملرنې له کبله وچې شوي دي.
نوموړی یادې چینې د سکانو لپاره له مذهبي اړخه مهمې بولي او وایې، د تېر حکومت پرمهال به د سکانو د ويساک په نامه درې ورځنی جشن د ننگرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پيل کېده او ددغه جشن دويمه ورځ به سکان له خپل لرغوني دود سره سم د سرهرود ولسوالۍ سلطانپور چینو ته تلل او هلته به یې خپل مذهبي مراسم د څو ورځو لپاره ترسره کول.
د هغه په خبره د طالبانو په راتګ سره نه یوازې دا چې زیاتره سکان له هیواد وتلي، بلکې په مذهبي مراسمو یې په ازادانه ډول بندېزونه وضعه شوي دي.
هغه زیاته کړه: «د سلطانپور په چینو کې به سکانو د ویساک په ورځو کې ځانګړي مراسم ترسره کولله بهر به هم اهلي هنود راتلل او دلته به یې مېلې کولې خو دوه کلونه کیږي چې دا چینې د وچکالۍ او نه پاملرنې له امله وچې شوي.»
د سرهرود ولسوالۍ د سلطانپورې سېمې یو ۵۰ کلن اوسېدونکی نقیبالله چې دا یې مستعار نوم دی وایې، دا چېنې نه یوازې له تاریخي اړخه مهمې دي بلکې له دې وړاندې به له همدې چینو ځایي کروندګرو کرنيزې ځمکې او بڼونه اوبه کول او د تفریح لپاره مناسبه سیمه هم وه.
د هغه په خبره تاريخي او فرهنګي آثار او ابدې د يوه هېواد له مخينې او اوږد تاريخ څخه ښکارندويي کوي، نو لازمه ده چې ساتنه او پاملرنه ورته وشي.
د نوموړي په وینا اوسمهال د سختې وچکالۍ او د مسوولو ادارو د بې پروایي له امله د سلطانپور چینې وچې شوي او دغه راز په سرهرود ولسوالۍ کې د اوبو سطحه هم ډيره ټيټه شوې او ګڼ شمېر څاه ګانې وچې شوي دي.
نقیبالله زیاته کړه: «د سلطانپور چینې تاریخي سیمه ده، له دې چینو څخه به پخوا خلک کرنیزې ځمکې او بڼونه هم اوبه کول خو دا مهال د وچکالۍ له امله یې اوبه وچې شوي، له اړونده مسوولو ادارو او نړیوال بنسټونو غوښتنه کوو چې باید ددې چینو بیارغونې لپاره کار وکړي.»
د نوموړي په خبره پخوا به سکان له خپل لرغوني او مذهبي دود سره سم ویساک پرمهال د سلطانپور چینو ته ورتلل او د خپلو هغو سپيڅلو چينو د تاندولو دعا به یې کولې، چې د ا مهال د وچکالۍ له کبله وچې شوې دي.
داسې روایتونه هم دي چې د تېرو حکومتونو پرمهال به د ویساک په ورځ د ټول افغانستان سکان د سلطانپور چینو ته راتللاو د نورو مذهبي مراسمو د لمانځلو ترڅنگ به يې ودونه کول.
پخوا په جلال اباد ښار کې د سکانو شمیره لسو زرو ته رسېده، خو پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمېدو راوروسته یې زیاتره هند، امریکا، استرالیا او نورو بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.
د افغانستان سکان د درېيو لسيزو په جگړو کې ډېر زيانمن شوي دي د ځينو زورواکانو له خوا يې ځمکې او کورنه غصب چې اوس يې هم ځينې دوسيې نه دې سپينې شوې.