ننګرهار کې د یوې دیني مدرسې ۶۶ زده کوونکي مسموم شوي

ننګرهار کې د یوې دیني مدرسې ۶۶ زده کوونکي مسموم شوي
Photo: Social Media

ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي د دغه ولایت د شنیوارو ولسوالۍ اړوند «۲۹ مې ویالې» سیمه کې په یوه دیني مدرسه کې ۶۶ زده کوونکي مسموم شوي دي.

سرچینې وایې چې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه،۱۳د زمري) د شینوارو ولسوالۍ په یوه دیني مدرسه کې د ناسمو خوړو له امله رامنځته شوې، چې له کبله یې ۶۶ زده کوونکي مسموم شوي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په مسموم شویو کسانو کې د دیني مدرسې څلور استاد هم شامل دي او دغه راز د مسموم شویو له ډلې، د څلور زده‌کوونکو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ وو چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوې دي.

بلخوا ننګرهار طالب مسوولانو هم یاده پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده، د مسموم شویو زده کوونکو له ډلې یوازې څلور زده‌کوونکې دا مهال په روغتون کې بستر دي او پاتې نور یې روغتیايي مرکز کې له درملنې وروسته رخصتې شوې دي.

د طالبانو تر ولکې لاندې باختر دولتي اژانس زیاته کړې چې، یو پلاوی د دیني مدرسې د زده کوونکو د مسمومېدو څرنګوالي معلومولو او څېړنې لپاره یادې ولسوالي ته استول شوی او پلاوی به د زده‌کوونکو مسموموونکي توکي ارزوي.

که څه هم تراوسه د یادې پېښې لامل څرګند نه دی، خو له دې نږدې یو کال وړاندې په بامیانو ولایت کې هم د یو ښوونځي زده کوونکي د اوبو څښلو له امله مسموم شوي وو.