روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې د زېړي ناروغي په خاموش ډول مخ په زیاتېدو ده

روغتیا نړیوال سازمان؛ افغانستان کې د زېړي ناروغي په خاموش ډول مخ په زیاتېدو ده
Photo: Social Media

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په روغتیایي برخه کې غفلت، بې ثباتۍ او کلونو جګړو په افغانستان کې روغتیایي سیستم کمزوری کړی او دا د دې لامل شوی چې زېړي (هیپاټایټس B او C) ته اړینه پاملرنه ونه شي او یادې ناروغۍ خاموش خپریدو لاره هواره کړي.

یاد سازمان په ټینګار سره ویلي چې اوسمهال دې په افغانستان کې د هیپاټایټس د تشخیص، مخنیوي او درملنې پر وړاندې شته خنډونه لرې کړای شي، ځکه لاهم ډېری کسان چې پر دې ناروغۍ اخته دي، له ناخبرۍ سره مخ دي او د همدې بې‌خبرۍ له کبله د زېړي قربانیان کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په هیپاټایټس بي او سي ککړ ۶۳  زره کسان ثبت شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ دا ناروغۍ اکثرا په لومړیو مرحلو کې هیڅ نښې نه لري، له همدې امله ډیری خلک د دوی له ککړتیا څخه بې خبره پاتې کیږي تر هغه چې د اغیزمنې درملنې لپاره ډیر ناوخته وي.

په افغانستان کې د مالي ستونزو له امله د زیاتره روغتیایي مراکزو له تړل کېدو او د روغتیايي خدمتونو ټکني وضعیت ته په کتو شونې ده، چې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له دې هم زیات وي. هیپاټایټس یوه مکروبي ناروغي ده چې د ینې یا جګر التهاب رامنځته کوي او که پر وخت یې درملنه ونشي د انسان د مرګ سبب ګرځي.