ننګرهار کې د سېلابونو له امله شپږ کسان مړه او ۱۵ ټپیان شوي

ننګرهار کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، چې تېره شپه د دغه ولایت په اچین، سپین غر، روداتو، چپرهار او هسکې مېنې (ده بالا) ولسوالیو کې د زیاتو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې پرمهال یې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سپين غر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اورښتونو له کبله د یوه کور چت پرېوتی چې د یوې کورنۍ دوه ماشومانو (نجونو) په کې ژوند بایللی او د کورنۍ درې نور غړي ټپیان شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز په روداتو، اچین او چپرهار ولسوالیو کې د سېلابونو پرمهال څلور تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي او د لسګونو کورونو سربېره یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او رسیدلي فصلونه یې لاندې کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په زیات شمېر خلک د ولسي خلکو له لوري له سېلابونو ژغورل شوي او ځېني یې لا تري تم دي چې د پیدا کېدو هڅې یې روانې دي.
بلخوا د سېلاب له امله زیانمن شوي خلک له مسوولو ادارو او مرستندویه موسسو د مرستې غوښتنه کوي او په وینا یې، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، خلک به له ستونزو سره مخ شي.
په افغانستان کې روان کال د نورو ستونزو ترڅنګ د طبیعي پېښو له پلوه هم خلکو ته له تلفاتو ډک کال و، له دې څه موده وړاندې هم د هېواد په نورو ولایتونو کې سېلابونو د مرګژوبلې ترڅنګ، خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولې وو.