له پاکستان راستانه شوي کډوال د سرپناه غوښتنه کوي

له پاکستان څخه په زور یوشمېر راستانه کړل شوي افغان کډوال شکایت کوي، چې هیواد ته له راستنېدو را وروسته د دایمي هستوګنې لپاره سرپناه نهلري.
هغه کډوال چې د تورخم او سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شوي د طالبانو له حکومت او نورو مرستندویه ادارو په ټینګار سره غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره ورته دایمي سرپنا برابره کړي.
د سپينبولدک کمپ کې له پاکستانه تازه راستون شوی عباس خان وايي، په کندهار کې خپل کور نه لري او حیران دی چې له دې وروسته به خپل ژوند څنګه تېروي.
د هغه په خبره چې هوا ګرمه ده او ماشومان یې پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوې دي.
هغه وویل: «پاکستاني پولیسو زمونږ په کور چاپه ووهله او زه یې له خپلې کورنۍ سره ونیولم او بیا یې هیواد ته را وشړلم، دلته خپل ځای او کور نه لرم کمپ کې به د لنډ وخت لپاره یم خو حکومت ته په کار ده چې مونږ د استوګنې کورنه راکړي او مرسته وکړي.»
د تورخم له لارې هم زرګونه کورنۍ هیواد ته راستنې شوي دي چې له ډلې یې حامدالله هم دی، هغه له خپلې پنځلس کسېزې کورنۍ سره هیواد ته راستون شوی او دامهال تورخم کې د کډوالو په ځانګړي (عمري کمپ) کې اوسیږي.
هغه وایې په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو پروسه چټکه شوې او هره ورځ په زیات شمېر افغانان په زوره هیواد ته راستنیږي.
نوموړی هم د کډوالو لپاره د ځانګړي ښارګوټي د جوړېدو او دغه راز د استوګنیزو کورونو لپاره د نمرو د ورکړې غوښتنه کوي.
حامدالله زیاته کړه«زیاتره کډوال چې راستانه شوي خپل کورونه نه لري او په کرایه کورونو کې اوسیږي، چې دې حالت اندېښمن کړي یو، حکومت ته په کار ده چې د کورونو لپاره نمرې ورکړي.»
له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستلو سره هممهاله، د کندهار د سپينبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارې يوشمېر راستانه شوي کډوال وايي، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه ته د نه لاسرسي له امله پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.
د تورخم له لارې راستون شوی خیرجان چې اوس یاده سیمه کې د راستنو شویو یوه کمپ کې اوسېږي وايي، د سړې او ککړې هوا او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله دوى او ماشومان يې ناروغان شوي دي.
خیرجان زیاته کړه:«دلته تورخم کې د کډوالو لپاره څه ډول چې لازمه ده، د څښاک پاکې اوبه نشته د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده، تشنابونه کم او خلک زیات دي روغتیایي خدمات هم په نشت حساب دي.»
ځینې نور کډوال هم اندېښه څرګندوي او وایې، له پاکستانه تازه راستانه شوي زرګونه افغان کډوال د خطرناکو ناروغیو د لوړې کچې له ګواښ سره مخامخ دي او دا خطر ورځ تر بلې زیاتېږې.
بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسنرۍ د معالوماتو پر اساس، چې په تیرو لسو ورځو کې (د اپریل له لومړۍ نیټې څخه تر نن پورې) له ۲۴۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.