له افغان ماشومانو پر ملاتړ د اروپایي ټولنې ټینګار

له افغان ماشومانو پر ملاتړ د اروپایي ټولنې ټینګار
Image: RM Media

اروپایي ټولنې اعلان کړې چې په افغانستان کې به د تعلیمي پروګرامونو او روغتیايي خدماتو له لارې د افغان ماشومانو ملاتړ دوامداره وساتي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې، ماشومان د افغانستان راتلوونکی جوړوي او دوی به په هر حالت کې له افغان ماشومانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

بلخوا د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمانونه افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټول نامناسب هیواد یاد کړی او ویلي یی دي، چې اقتصادي ستونزې، اقلیمي بدلون، کډوالۍ او ماینونو له کبله په دغه هیواد کې ماشومان له زده کړو بې برخې شوي او له یو نامعالوم برخلیک سره مخ دي.

له دې وړاندې هم نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې دهغو ماشومانو په اړه اندېښنه ښولې چې ویل کیږي، د سوالګرۍ کولو لپاره ورنه کار اخیستل کیږي.

دغه سازمانونو ویلي چې د دغو ماشومانو ته د بې هوښه کولو لپاره نشه کونکي مواد هم ورکول کیږي.