لغمان کې طالبانو د تېر حکومت یو قومندان نیولی
په لغمان کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې طالبانو د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قومندان نیولی دی.
سرچینې زیاته کړې چې نیول شوی قومندان عبدالرشید نومیږي او د تېر حکومت پرمهال یې په دولت شاه ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قومندان په توګه یې دنده ترسره کوله.
د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد قومندان درې ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ اړوند«فرشغان درې»سیمه کې نیولی او تراوسه د طالبانو په زندان کې دی.
سرچینه زیاتوي چې په نیول شوي قومندان تور دی چې ګوندې په لغمان کې یې د طالبانو د حکومت ضد فعالیتونه کول او دغه راز له مقاومت جبهې سره یې همکاري درلوده.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې زیاته کړې چې قومي مشرانو د یاد قومندان د خلاصون په موخه د لغمان استخباراتو ریاست ته ورغلي، خو طالبانو ورته قناعت کوونکی ځواب نه دی ورکړی او بېرته ستانه شوي دي.
د سرچینې په خبره یاد قومندان د تیر حکومت له سقوط وروسته هیڅ دنده نه درلوده او په خپل کلي کې یې دهقاني کوله.
تراوسه لغمان کې طالب چارواکو د یاد قومندان د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې طالبانو پخواني نظامیان نیولي چې ځینې یې خوشې شوي او ځینې لاتراوسه په زندان کې دي