طالبانو یو افغان خبریالان پر یو نیم کال بند محکوم کړی
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ مرکز وایې چې په کابل کې د طالبانو لومړنۍ محکمې افغان خبریال مهدي انصاری د طالبانو پر ضد د «تبلیغ» په تور پر یو نیم کال بند محکوم کړی دی.
د یاد مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د طالبانو لومړنۍ محکمې یوه اوونۍ وړاندې د مهدي انصاري د بند حکم صادر کړی دی.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ مرکز د مهدي انصاري نیول کېدل او پر هغه لګېدلي تورونه ناقانونه او د بیان ازادۍ خلاف بللي او دغه راز د نوموړي د ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د مالوماتو له مخې مهدي انصاري د« افغان خبري اژانس» خبريال و او د روان کال د تلې په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د کابل د دشت برچي په پل خشک سيمه کې ونيول شو.
د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د مالوماتو پر اساس طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۳۰۰ خبریالان نیولي او شکنجه کړي یې دي.