طالبانو په هرات کې د ساکښو د انځورونو او ویډیو په خپرولو بندیز ولګاوه

طالبانو په هرات کې د ساکښو د انځورونو او ویډیو په خپرولو بندیز ولګاوه
Photo: RM Media

په هرات کې ځایي خبریالان وایې چې د طالبانو امربالمعروف له خوا په دغه ولایت کې د ژوندیو موجوداتو پر انځور او ویډیو اخیستلو او خپرولو بندیز لګول شوی دی.

 سرچینې زیاته کړې چې طالبانو په دغه ولایت د خبریالانو، ټلوېزیونونو د مسوولانو او یوټیوبرانو په ګډون د ولایت د رسنیو ټول مسوولان رابللي او هغوی ته یې امر کړی، چې د ساکښو د انځورونو او ویډیو له خپرولو ډډه وکړي.

د سرچینې په خبره طالبانو د رسنیو مسوولانو ته خبرداری ورکړی که هر څوک له یادې پرېکړې سرغړونه وکړي، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

هرات کې د ژوندي موجوداتو د انځور پر خپرېدو داسې مهال بندیز لګول کېږي، چې له دې یوه اوونۍ وړاندې په بلخ او پنجشېر او د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د ژوندیو پر تصویر خپرېدو بندیز لګېدلی دی.

په همدې حال کې  د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا د ژوندیو موجوداتو پر انځور اخیستلو او خپرولو د بندیز په غبرګون کې وايي، چې دا لړۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم غځول کېږي.

یاد مرکز د طالبانو پر دې پرېکړه اندېښنه ښيي او مالوماتو ته د خلکو پر لاسرسي او رسنیو یې د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

بل خوا له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونه وايي چې طالبانو واک ته له بیا ځلي رسیدو راهیسې پر رسنیو باندې ډیر محدودیتونه وضع کړي او په افغانستان کې يې د بیان آزادي محدوده کړې. دغو بنسټونو تل د طالبانو د ادارې له خوا د توقیف، سانسور، څارنې او په رسنیزې محتوا کې د لاس وهنې له امله خپلې اندیښنې ښودلې دي.