طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د پنځو ښځو په ګډون ۴۳ کسان په دورو وهلي

هغه مالومات چې «آر.ام.میډیا» د طالبانو د سترې محکمې له لوري د خپرو شویو خبرپاڼو ترلاسه کړي موندل شوې، یادې ډلې د هیواد په پنځو ولایتونو کابل، لغمان، پکتیا، خوست او سرپل ولایتونو کې ۴۳ تنه د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د تېرې اوونۍ (سه شنبې،۲۱د زمري) طلبانو په کابل کې ۱۶ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تور له ۱۰ تر ۳۹ دورو وهلي او دغه راز یاد کسان له له اتو تر درېیو کلونو بند نحکوم کړي دي. یادو کسانو ته «د نشه کوونکو ګولیو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق» په تور سزاوې ورکړل شوي دي.
دغه راز (چهارشنبه،۲۲ د زمري) طالبانو په سرپل، لغمان، پکتیا او خوست ولایتونو کې د پنځو ښځو په ګډون ۲۷ کسان دقتل، له واده پرته اړیکو، له کوره تېښتې، وهل ټکولو او غلا په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.
دغه راز یاد کسان د طالبانو د ابتدایه محکمې له خوا د اتو میاشتو او درې کلونو په تنفذي بند سربېره له ۲۵ تر ۳۹ دورې وهل شوي هم دي.
طالبانو له دې یوه اوونۍ وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون نږدې ۴۰ کسان د مختلفو تورونو له امله په عام محضر کې په دورو وهلي وو.
بلخوا د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو په برخه کې دې د افغانستان نړیوالو مکلفیتونو سره سم د یوه "رسمي قانوني چوکاټ او د قانون حاکمیت" له بیا را ژوندي کولو سره "په سملاسي ډول" هغه څه ته د پای ټکی کېږدي چې دغه سازمان "ناعادلانه او خپلسری عدالت" بللی دی.