طالبانو په تخار کې پنځه کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي او په لغمان کې یې د موسیقۍ آلې سوځولي

طالبانو په تخار کې پنځه کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي او په لغمان کې یې د موسیقۍ آلې سوځولي
Photo: Bakhtar News

په تخار کې ځایي طالب مسوولان وایې چې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې یې پنځه کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.

د یاد ولایت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان د تالقان زاړه ښار د شپږمې ناحیې اړوند په یو کور کې د موسیقۍ غږولو پر مهال نیول شوي دي.

په سیمه کې بیا یوې سرچینې ویلي چې یاد کسان د یو واده د مرسمو پرمهال د موسیقۍ غږولو په تور طالبانو نیولي او د څو ورځو په تېرېدو لاهم په زندان کې دي.

د سرچینې په خبره نیول شوي کسان د خلکو پر وړاندې ربړول شوي او بیا یې زندان ته انتقال کړي دي.

بلخوا په لغمان کې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست لخوا ۲۸۸ د موسیقۍ غږولو وسایل له نیول کېدو وروسته سوځول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد د موسیقۍ آلات یې د لغمان په قرغیو ولسوالیو کې له خلکو راټول کړي او بیا یې په عام محضر کې سوځولي دي. له دې څه موده وړاندې په سلګونه نور د موسیقۍ وسایل هم د طالبانو له لوري په لغمان ولایت کې سوځول شوي وو. 

د طالبانو ډلې له واکمنېدو راهېسې پر موسیقۍ په بشپړ ډول بندیز لګول شوی، چې له امله یې ډېی هنرمندان او سندرغاړي له دې بندیزونو سره مخ شول او ډیر یې له افغانستانه ووتل او یا یې نورو کارونو ته مخه کړه.