طالبانو په تخار او غزني کې څلور خبریالان نیولي

طالبانو په تخار او غزني کې څلور خبریالان نیولي
Photo: Social Media

په تخار کې ځایي سرچینې وایې چې د طالبانو استخباراتو د دغه ولایت په مرکز کې درې خبریالان نیولي دي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په نیول شویو خبریالانو کې د تصویر اونیزې مسوول سید منیر هدف، د تخار د ملي ژورنالیستانو اتحادیې رییس، اسدالله تیمور او د اریانا نیوز سیمه‌ییز خبریال نصرت‌الله ابراهیمي شامل دي.

سرچینې زیاته کړې د طالبانو استخبارات د یادو خبریالانو دفترونو ته ورغلي او هغوی یې له دفتره له ځان سره نامالوم ځای ته بېولي چې تراوسه لادرکه دي.

د سرچینې د معالوماتو له مخې د نیول شویو خبریالانو د ټیلیفون شمېرې بندې دي او کورنۍ یې نه دي توانېدلې چې له هغوی سره اړیکه ټينګه کړي. 

د سرچینې په خبره تراوسه د یادو کسانو د نیول کېدو لامل څرګند نه دی او طالب مسوولانو هم د هغوی د نیولو ‌کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال غزني هم سرچینو تائید کړې چې په دغه ولایت کې طالبانو د خوشحال راډیو مسوول مدیر او ممثل سلیمان راحل نیولی دی.

سرچینې زیاته کړې چې راحل څو ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو له ‌خوا نیول شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې د هغه د وضعیت او د ساتنې د ځای په تړاو معلومات نه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان افغان خبریالان نیسي، تر دې وړاندې یې هم په کابل او نورو بېلابېلو ولایتونو کې په یوه او بله پلمه ګڼ شمېر خبریالان نیولي او شکنجه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو څو میاشتې وړاندې رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون د جوړېدو اعلان وکړ.

 په همدې حال کې خبریالان چې د دوی نیونه، په بند کې یې ساتل او د دغه وضعیت دوام به خبریالان له خپلو کارونو زړه توري کړي او دا چاره به رسنیو ته زیان ورسوي.

افغان خبریالان له طالبان څخه غواړي چې د دوی د نیولو پر ځای دې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره خبریالانو ته اسانتیاوې برابرې کړي او له دوی سره همکاري وکړي.