سمنګان کې د کان نړېدو د ۳۵ کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی
د سمنګان سیمه ییز چارواکي وایې چې، د دغه ولایت د دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یو کان د نړېدو په پايله کې ۳۵ کاریګر د کان په داخل کې بند پاتې دي.
د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند عصمتالله مرادي ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه(شنبه،۲۴د لېندۍ)د دره صوف ولسوالۍ اړوند« سفیدخاک»سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره د دوی له هڅو سره سره لاهم د کان په داخل کې ۳۵ کاریګر بند پاتې دي.
د هغه په خبره لا تراوسه د بند پاتې کان کېندونکو برخلیک نه دی څرګند خو دوی هڅه کوي چې، بند پاتې ټول کسان ژوندي وژغوري.
د سمنګان سیمه ییزو چارواکو دغه راز له نورو مرستندویه بنسټونو هم غوښتي چې، د یادو کان کیندونکو په ژغورلو کې ورسره مرسته وکړي.
په سمنګان ولایت کې د ناقانونه کانونو استخراج د عاید یوه ښه سرچینه شمیرل کیږي چې له کبله یې د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکي ښه عاید ترلاسه کوي.