د کابل دهسبز کې خښته وهنکي ماشومان؛ د بېوزلۍ او مبهم راتلونکي ښکار

د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې له زدهکړو بېبرخې ګن شمېر کارګر ماشومان هر سهار له لمر خاته وړاندې د خښتو بټیو کې کار ته د تلو په تکل له خوبه راپاڅېږي؛ خوبولې څېرې، وچې شونډې، ناهیلي او ستړی ژوند هغه څه دي چې د دې بې برخلیکه کوچنیو ماشومانو کیسې بیانوي.
۳۸ فردوس له کلونو راهیسې له خپلو څلورو اولادونو سره د خښتو په بټيو کې کار کوي، هغه هر سهار درې زامن او یوه لور د خښتو بټیو ته د کار کولو لپاره لېږي.
دی وایې مشر زوی یې ۱۴ کلن دی او د لور په ګډون یې ټول ماشومان همدې بټیو کې رالوی او د ده په کې د سر وېښتان سپین شوي دي. هغه وايي، زامن یې کوچني دي او د درنو کارونو کولو توان نهلري، خو په وینا یې، بېوزلي دې کار ته اړ کړې.
فردوس زیاته کړه:«زه او څلور اولادونه مې سهار وختي بټیو ته د خښتو وهلو لپاره ځو، مېرمن مې په کور کې راته خواړه برابروي او بیا یې بټۍ ته راپسې راوړي ځکه کور مو نږدې دی بټيو ته کلونه وشول چې د بېوزلۍ له امله بټیو کې کار کوم اولادونه مې زده کړو پاتې شوي ځکه که دوی راسره کار ونه کړي نو زه په یوازې ځان هیڅ نشم کولای.»
هغه چې د څلورو اولادونو پلار دی او د کابل په دهسبز ولسوالي کې د خښتو بټیو ته نږدې له خټو جوړ کور کې ژوند کوي، وايي، له اوړي وړاندې باید د اخیستلو پیسو هومره کار وکړي.
فردوس چې پر مخ یې خولې راماتې او د بېوزلۍ نښې یې په څېره کې له وریا څرګندېږي وایې، د خښتو بټیو کې ټېکداران د ژمي پرمهال د هغه په شان کورنیو ته ټاکل شوې اندازه پېسې ورکوي او دغه کورنۍ بیا اړ دي، چې د ورکړل شویو پیسو په اندازه ورته د کار موسم کې پر ټاکلي وخت کار پیل او بشپړ کړي.
هغه وايي، دا او ماشومان یې، کار کوي، خو پیسې یې، ډېری وخت هغه پور کې ګرځول کېږي چې لا له وړاندې له ټېکدار اخیستل شوې دي.
فردوس زیاتوي:«ما په تېر ژمي کې له خښتو بټیو له یو ټېکدار ۶۰ زره افغانۍ د مېرمنې د ناروغۍ لپاره واخېستې، ښځه مې د درملنې لپاره پاکستان ته ولیږدوله هلته له معایناتو او تشخیص وروسته مالومه شوه چې د «تور زیړي» په ناروغۍ اخته شوې؛ نو اوس چې هوا ګرمه شوې مجبوره یم چې دا قرض باید په دې سېزن کې خلاص کړم ځکه که داسې ونه کړم بل کال ته بیا پېسې او کار نه راکوي.»
نوموړی زیاتوي چې د ژمي پرمهال لګښتونو ته په کتو زیاتره بېوزله کورنۍ د اخیستو پورونو په مرسته تر یوه بریده خپلې اړتیاوې برابروي، خو د ژمي په ګډون له ژمي وړاندې او وروسته میاشتې اړ دي، څو د بټیو له مسوولانو نورې پیسې هم واخلي چې دا چاره دوی د بټیو ټېکدارانو سره کلونه د ګروي کس په څېر پاتې کوي.
فردوس د خښتو بټۍ کې ټوله ورځ سره لمر ته په کار بوخت وي او مازديګر ستړي ستومانه بېرته کور ته ستنېږي وايي، چې ژوند یې دومره سخت دی چې نه ده زدهکړې کړې او نه یې هم اولادونو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاتوي:«بېوزلۍ زه او زما اولادونه له زده کړو محروم کړي دي ځکه په اوړي کې بټیو کې کار کوو او په ژمې کې مې زه او اولادونه په ښار کې لاسي توکو پلورو، نو هیڅ د زده کړو موقع نه برابرېږي که خدای مې اقتصادي ستونزې حل کړې په لور او ټولو اولادونو زده کړې کوم.»
د خښتو بټیو کې سلګونه ماشومان د زدهکړو په ګډون له خپلو نورو حقوقو هم بېبرخې دي. یاد ماشومان چې باید زدهکړو ته تللی، بېوزلي او کورنۍ کمزوري اقتصاد یې، مخه دې بېدروازو زندان ته کړې ده.
د فردوس ۹ کلن زوی شمشاد چې د نورو ماشومانو په څېر بټیو کې خښتې وهي، وايي، د کار له امله یې، هره شپه پېښې او لاسونه دردمن وي هغه وايي، د پور خلاصولو لپاره اړ دی چې له خپل پلار او ورورنو سره ټوله ورځ کار وکړي.
هغه زیاته کړه:«له پلار او ورورنو سره مې د قالیبنو په ډکولو کې مرسته کوم، خټه ورته جوړوم او هر سهار له پلار سره دلته راځم، مکتب مې نه دی ویلی غواړم مکتب ووایم او له دې کار خلاص شم.»
ارواهپوهان وايي، که ماشومان ارامښت ونهلري او پر درانو کارونو بوخت وي، دا چاره به د دوی پر روان او انګېزې اغېزې وکړي. د دوی په وینا، د ټولنې راتلونکی ماشومانو پورې تړلی او په وینا یې، که دوی ارامتیا ونهلري، د ټولنې د خرابېدو لامل کېدای شي.
د هېواد په کچه ګڼشمېر ماشومان د کورنیو د بېوزلي او تنګسیې له امله اړ کېږي چې درنو کارونو ته مخه کړي او ډېری هغه یې، له زدهکړو او خپلو لومړنیو حقونو محروم دي.