د نورستان ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۵۰ جریبه ځنګل سوځېدلی

د نورستان ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۵۰ جریبه ځنګل سوځېدلی
Photo: Nooristan Province Facebook Page

په نورستان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې، چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په غرونو کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا پنځوس جریبه ځنګل سوځېدلی دی.

د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اور لګېدنه د نورګرام ولسوالۍ په « باغ ترنګ» سیمه کې رامنځته شوې.

خبرپاڼې زیاته کړې چې ځنګلونو کې اورلګېدنه د ځایي خلکو په مرسته تر یوه بریده کابو شوې، خو له هڅو سره سره بیا هم پنځوس جریبه ځنګل سوځېدلی او له منځه تللی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغه اورلګېدنه کې خلکو ته ځاني زیان نه‌دی اوښتی او د سوځېدلو ونو د بېرته راشنې کېدو امکان هم شته دی.

بلخوا په سیمه کې یوې سرچینې د یادې اورلګېدنې لامل په سیمه کې د ځایي خلکو بې غوري بللې او زیاته کړې یې ده، چې یاده اورلګېدنه په غره کې د سېلانیانو له لوري له پاتې شوني اور څخه رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاته کړې دغه اور له تېر شپې راهېسې راهیسې بل شوې و، چې د قومونو په ځانګړې توګه د ځوانانو په ملاتړ نن سهار کنټرول شوی دی.

ځایي خلک ټینګار کوي او وایې، اړتیا ده چې مسوولان د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر ونیسي.

د یادونې وړ ده چې تېر په کونړ او نورستان، ننګرهار، کاپيسا او د خوست ولایتونو په ځنګلونو کې هم ورته اور لګېدنې رامنځته شوي، چې له امله یې سلګونه هکتاره ځنګل سوځېدلی و.

د ځنګلونو چارو کارپوهان وایې، چې د بارانونو نه‌شتون، د هوا تودوخې او وچکالۍ ته په پام، کمه بې‌احتیاطي ځنګلونو کې د اورلګېدنې او د اور پراخېدو لامل کېدای شي.