د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري:له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو په راستنېدو اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري:له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو په راستنېدو اندېښنه ښودلې
Photo: Ariana News

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري ویلي، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري راستنېدو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان، ایران څخه ۲۲۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کورنیو له ډلې ۱۴۵ په خپله خوښه افغانستان ته ستانې شوې دي او پاتې نور یې په د ایران او پاکستان حکومتونو له لوري په جبري ډول راستنېدو ته اړېستل شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ټولو راستنېدونکو ډېری برخه، یعنې ۲۰۶ تنه له پاکستان، ۲۲ تنه له ایران او یو تن له بل هېواد څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په اوسط ډول هره ورځ ۳۳ کورۍ له ایران، پاکستان او نورو هیوادونو څخه افغانستان ته راستنېږي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې چې د ټولو راستنېدونکو ۴۹ سلنه ښځې دي، په داسې حال کې چې ۵۳ سلنه یې له ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومان دي. 

په ورته مهالد کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. 

د کډوالۍ دغه نړیوال سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د ۸.۲ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده، چې له دې بودیجې څخه ۴۹۹.۸ میلیونه ډالر یې یواځې د افغانستان ته ځانګړې کړي دي.

په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو په رسېدو سره زیاتره افغانان کډوالۍ ته اړ شوي.

 اقتصادي ستونزې، پر خلکو د طالبانو بندیزونه، بې روزګاري او نور د هیواد نامعلوم برخلیک هغه لاملونه دي چې له امله یې افغان کډوالو د سوریې او اوکراین له کډوالو وروسته په نړۍ کې د کډوالو درېیمه لویه برخه جوړوي.