د فقر په اور کې یوه مور؛ د خپلو پنځو لوڼو لپاره د یوې ښځې د مقاومت کیسه

د فقر په اور کې یوه مور؛ د خپلو پنځو لوڼو لپاره د یوې ښځې د مقاومت کیسه
Source: Bakht Zamina(shared anonymously to protect her identity).

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د کور د انګر په یوه کونج کې یوه عمر خوړلې ښځه له غم ډکې څېرې سره د تنور مخته ولاړه ده، ټکنده غرمه ده او هر لوري ته د تودوخې څپې خورې دي، خو دا سوځنده ګرمي د دغې مېرمنې د زړه له دردوونکو کړاوونو ډېرې سختې نه‌دي.

دا ۴۲ کلنه کونډه مېرمن بخت زمینه ده چې د خپلو پنځو لوڼو د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې هر ډول سخت کار ته غاړه اېښې ده. د هغې خاوند (میړه) د جمهوري نظام پرمهال یو نظامي افسر و، چې نږدې اته کاله وړاندې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د یوې چاودنې پرمهال ووژل شو.

بخت زمینه هڅه کوي چې ماشومان یې د پلار نشتوالی احساس نه‌کړي، ځکه پلار یې خپلې لوڼې نازولې ساتلې. نوموړې د خپل خاوند له وژل کېدو وروسته اړه شوه، چې د نورو لپاره د ډوډۍ پخولو سره د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

بخت زمینه زیاتوي: «کله مې چې خاوند ژوندی و، اقتصادي ستونزې نه وې او ښه ساعت مو تېر و خو د هغه له وژل کېدو وروسته وضیعت خراب شو؛ اوس د خلکو د کالیو وینځلو یا ډوډۍ پخولو له لارې د خپلو اولادونو لپاره نفقه برابروم ستونزې ډېرې دي خو زه به هڅه کوم خپل اولادونه ښه وساتم.»

هغې ته د تېر جمهوري نظام پرمهال د حکومت له لوري د خاوند په نامه مالي امتیازات ورکول کېدل خو پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهېسې پرې د شهیدانو د کورنیو په نامه مالي امتیازات بند شوي او له همدې امله یې د کورنۍ اقتصادي ستونزې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.

بخت زمینه هر سهار د ژوند له دروند فشار سره خپلې ورځنۍ چارې پيلوي، خو هڅه کوي چې که څه هم په ښکار وي، وخاندي او ځان د ژوند له دې سختیو څخه لږ څه بې‌غمه احساس کړي.

د هغې لپاره د ورځې پیل له هیلو او اندېښنو سره مل وي؛ هیله لري چې نن به څوک د پخولو لپاره ورته اوړه راوړي او یو څو افغانۍ به هم ترلاسه کړي.

نوموړېهره ورځ په دې سخته ګرمۍ کې له ۵ تر ۱۰ کورنیو لپاره ډوډۍ پخوي، خو دا شمېر تل نه‌وي. دې ټولو زحمتونو سره هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰  افغانۍ ګټي، دغه اندازه پیسې د پنځه کسیزې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه‌دي.

بخت زمینې زیاته کړه: «په هغه ورځ ډېر خوشاله یم چې خلک راته ډوډۍ د پخولو او جامې د مېنځلو لپاره راوړي، د یوې ډوډۍ په پخولو ۴ یا ۵ افغانۍ خلک راکوي خو دومره پېسو زمونږ ستونزې نه حل کیږي، نارینه اولاد نه لرم او بل د ګټې وټې هم څوک نه لرم د خدای هیلې ته ناست یو.»

هغه له اوښکو په ډکو سترګو د هغه وختونو یادونه کوي چې خاوند یې ژوندی و او د خپلو اولادونو ساتنه یې کوله. د نوموړې په خبره د میړه لویه هیله پر خپلو لوڼو زده کړې کول و، خو دا هیله یې د نجونو پر د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته نېمګړې پاتې شوه.

بخت زمینه وایې: «مشره لور مې په لسم ټولګي کې، ورپسې یې په نهم ټولګي، دریمه او دویمه یې په اتم ټولګي او کشرۍ یې په شپږم ټولګي کې وې؛ چې ښوونځي د نجونو پرمخ بند شول له دې وروسته مې مشره، دویمه او درېمه لور د خیاطۍ په یو مرکز کې داخلې کړې اوس یې د جام ګنډل یاد کړي خو او کشره دوه یې دیني زده کړې کوي.»

فقر، بېوزلۍ، تنګسۍ او د پلار نشتون نه یوازې بخت زمینه ستړې کړې؛ بلکې د هغې د اولادونو پر ژوند یې هم دروند سیوری غوړولی دی. د هغې لوڼې له کلونو راهیسې له زده‌کړې څخه بې‌برخې دي.

نوموړې زیاتوي چې مورنۍ مسوولیت هغې ته ځواک ورکړ چې د ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړي.

سره له دې چې نوموړې له بې‌سوادۍ څخه رنځ وړي او دا یې د اوسني ژوند د ستونزو لامل ګڼي؛ خو د عاید کموالي له امله، ان نه‌شي کولی چې د خپل کور او اولادونو د زده‌کړو لګښتونه پوره کړي.

هغې زیاته کړه: «پر لوڼو مې زده کړې لویه هیله ده ځکه دا یې د دوی د پلار هم ارمان و، که چېرې بیا ښوونځي د نجونو پرمخ خلاص شي نو زه به نوره سختي هم پر ځان تېره کړم خو پر لوڼو به زده کړې وکړم.»

که څه هم بې‌وزلي او سختۍ د دې کونډې په زړه کې ریښې غځولي او ځینې وختونه یې زغمل ورته ډېر ګران وي خو هغه هېڅکله تسلیم شوې نه‌ده.

هغه په خپل ټول ځواک سره مبارزه کوي، څو یوه ورځ له خپلو لوڼو سره یوځای د روښانه ژوند، ښه اقتصاد او غوره فرصتونو څخه خوند واخلي.