د صحرایي محاکمو دوام؛ طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د ۷ ښځو په ګډون ۴۲ کسان په دُرو وهلي

د صحرایي محاکمو دوام؛ طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د ۷ ښځو په ګډون ۴۲ کسان په دُرو وهلي
Photo: Social Media

د «آر.ام میډیا» د موندنو پر اساس طالبانو د صحرایي محاکمو په دوام په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د ۷ ښځو په ګډون ۳۵ نارینه په بېلابېلو تورونو عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د تېر اوونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو ستره محکمې اعلان کړی و، چې په کابل ښار کې یې ۲۵ نارینه په دُرو وهلي دي.

دغه محکمې په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې دغو کسانو ته د «الکولي مشروباتو، نشه‌يي ګولیو، چرسو او شیشې پلورلو» په تور سزا ورکړل شوې ده. یاد محکمې زیاته کړې چې تورن له اوو میاشتو تر یو کال او شپږو میاشتو بند هم محکوم شوي دي.

د تېر اوونۍ د یک شنبې په ورځ طالبانو په پروان ولایت کې د دوو مېرمنو په ګډون شپږ کسان له (واده پرته اړیکو) په تور ۳۹-۳۹ دُرو وهلي او له ډلې یې یو تورن یې په پنځو کلونو او بله هغه یې په نهو میاشتو بند محکوم شوي دي.

دغه راز د دوشنبې په ورځ د جوزجان په درزاب او د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالیو کې د درېیو ښځو په ګډون څلور کسان په دُرو وهل شوي دي.

د مالوماتو له مخې یادو کسانو ته له (کوره د تېښتې) په تور ۳۹-۳۹ درې سزا ورکړل شوې او دغه راز هر یو یې له اتو میاشتو تر یو کال بند محکوم شوي دي

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په سرپل، بدخشان، میدان وردګ او سمنګان ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان عام محضر کې په دورو وهل شوي او همدارنګه له یو کال تر دوو کلونو پورې په بند هم محکوم شوي دي.

دغه راز د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په فاریاب ولایت کې یې یو کس د «امام مهدي د نیابت» د ادعا له امله په عام محضر کې په دورو وهلی دی.

په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې د شیرین‌تګاب ولسوالۍ ابتدایی محکمې یاد کس مجرم پېژندلی و، او له حکم د تایید وروسته، دا سزا په عامه توګه تطبیق شوې ده.

د یادونې وړ ده طالبانو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ ۱۵  په بېلابېلو تورونو تورن کسان مجازات کړي وو.

که څه هم د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو په مکرر ډول د طالبانو لخوا د سزاوو د بهیر درېدو غوښتنه کړې، خو دې ډلې دا لړۍ روانه ساتلې ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په اپریل میاشت کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړي او دا وضیعت یې اندېښمونکی ښودلی دی.