تر شنه اسمان لاندې زدهکړې؛ په ختیځ افغانستان کې د ښوونځیو د سرپناه نشتوالی
په افغانستان کې لا هم زرګونه زدهکوونکي په داسې شرایطو کې زده کړې کوي چې نه ټولګي شته او نه هم د سرپناه کومه اسانتیا. دوی اړ دي تر شنه اسمان لاندې، د ژمي په سړه او د دوبي په ګرمه هوا کې درس ووایي.
په ځانګړي ډول په ننګرهار، کنړ، نورستان او لغمان کې ګڼ شمېر دولتي ښوونځي ودانۍ نه لري او د ځینو د جوړېدو چارې له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي.
د جلالآباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د زنګويي ابتدایه ښوونځی هم له همدې ستونزې سره مخ دی. دا ښوونځی په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د پوهنې وزارت له خوا جوړ شوی و، چې پخوا پکې نجونې او هلکان تر اووم ټولګي پورې زده کړې کولې، خو اوس نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کولی شي. د شپږم ټولګي زدهکوونکی محبالله وايي چې د سرپناه نشتوالي له امله له زدهکړو زړه توری شوی او کله ناکله له درسونو هم پاتې کېږي. هغه وایي: «زموږ په ښوونځي کې لسګونه نجونې او هلکان تر اووم ټولګي زده کړې کوي، اوس یوازې څلور خېمې د نجونو د ټولګیو لپاره راکړل شوي دي او د ښوونځي بد وضعیت مو له زدهکړو زړه تور کړی دی.»
د همدې ښوونځي د پنځم ټولګي زدهکوونکې نجما هم وایي چې دوی تر ونو لاندې او یا پر هواره ځمکه درس وایي او له سختو ستونزو سره مخ دي. هغه وایي: «په ښوونځي کې له سرپناه پرته زده کړې کوو، له ډېرو ستونزو سره مخ یو، غوښتنه کوو چې طالبان دې د دیني مدرسو ترڅنګ ښوونځیو ته هم پام وکړي.» زدهکوونکي همدارنګه د درسي کتابونو له کمښت، د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي او د مسلکي ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.
د کنړ کې په نورګل ولسوالۍ د بریکوت لېسه هم له ورته ستونزو سره مخ ده. دا لېسه له لومړي تر دولسم ټولګي پورې زدهکوونکي لري، خو هېڅ ودانۍ نه لري. د دې لېسې ښوونکی سیدعمران وايي: «زموږ لیسه شاوخوا ۵۰۰ زدهکوونکي لري خو ټولګي نه لري، د ښوونځیو بېسرپناه ډېره لویه ستونزه ده ځکه چې زموږ شاګردان د باران پر وخت رخصت وي، درس یې نیمګړی پاتې کېږي او استادان هم په ستونزه کې دي.» هغه زیاتوي چې په کنړ کې د ډېرو ښوونځیو ودانۍ د جګړو پر مهال ویجاړې شوې دي او یا د کارونې وړ نه دي.
په نورستان کې هم ورته وضعیت لیدل کېږي او د نورګرام ولسوالۍ یو ښوونځی د بېسرپناه ښوونځیو له جملې څخه دی. د دې ښوونځي ښوونکی احسانالله نورستانی وایي: «په نورستان کې زیاتره ښوونځي ودانۍ نه لري، زدهکوونکي په داسې چاپېریال کې درس نه شي زده کولی.» هغه زیاتوي چې د مناسب ځای د نشتوالي له امله مجبور دي په همدې شرایطو کې تدریس ته دوام ورکړي. د اتم ټولګي زدهکوونکی شبیر هم وایي: «زما لویه هیله دا ده چې ښوونځی مو ودانۍ ولري، معیاري ټولګي او مسلکي ښوونکي ولري، خو له کلونو راهیسې دا ستونزه نه ده حل شوې.»
په لغمان کې هم وضعیت ښه نه دی. د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري او ځینې یې حتی په شخصي کورونو کې فعالیت کوي. د لغمان اوسېدونکی منصف احمد وایي چې پخوا به زدهکوونکي له ډېرې لېوالتیا سره ښوونځي ته تلل، خو اوس دا لېوالتیا کمه شوې ده. هغه وایي: «په لغمان کې که تاسې وګورئ، زیاتره زدهکوونکي تر ونو لاندې درس وایي او کله چې باران وشي، ښوونځي رخصت وي.»
د سیمې اوسېدونکي او زدهکوونکي په ټوله کې د ښوونځیو خراب وضعیت اندېښمن بولي او له چارواکو او مرستندویه ادارو غواړي چې د ښوونځیو د جوړولو لپاره بېړنۍ پاملرنه وکړي. هڅه مو وکړه په ختیځ کې د بې سرپناه ښوونځیو په اړه د طالبانو پوهنې وزارت نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشو.
له بلې خوا، یونیسف وایي چې د افغانستان ډېری ښوونځي له اساسي امکاناتو بېبرخې دي. د دې ادارې په وینا شاوخوا درېیمه برخه ښوونځي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او نږدې نیمايي ښوونځي مناسب تشنابونه نه لري. یونیسف زیاتوي چې د پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی د زدهکوونکو منظم حاضري کموي او د زدهکړو بهیر اغېزمنوي. دغه اداره د نړیوال بانک په همکارۍ هڅه کوي چې په ښوونځیو کې د اوبو او حفظ الصحې وضعیت ښه کړي.
یادونه: په دې راپور کې د ټولو کسانو نومونه د هویت د ساتنې لپاره بدل شوي دي.