اقلیمي بدلونونو په افغانستان کې کرنه له جدي ګواښ سره مخ کړې

اقلیمي بدلونونه چې دامهال د نړۍ په سطحه له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي، افغانستان کې یې د یوه حیاتي بحران بڼه غوره کړې، چې د دغه هیواد کرنه یې تر ګواښ لاندې راوستی ده.
د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې کروندګر وایې، د حرارت درجې لوړوالی، د بارانونو کمښت او پرلهپسې وچکالي د افغانستان دودیز کرنیز سیستمونه زیانمن کړي او د افغان بزګرانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی.
د لوګر یو کروندګر فایق شاه وایې چې په دې وروستیو څو کلونو کې د وچکالۍ له امله د کرل شویو غنمو، جوارو، لوبیا، رومیان او نورو فصلونو حاصلات نېم په نېمه کم شوي دي. د ده په خبره د اقلیمي بدلونونو له امله ناڅاپي بارانونه، سخته ګرمي او د څړ ځایونو خرابیدل لامل شوي چې کرنیز محصولات لهمنځه لاړ شي.
فایق شاه زیاته کړه: «سږکال مو په خپلو ځمکو کې لوبیا، غنم او رومیان کرلي خو د اوبو د کموالي له امله یې سمه وده نه ده کړې او دغه راز د غنمو حاصلات چې تېر کال له یو جریب ۶۰ منه ترلاسه کېدل سږکال یې ۳۵ منه غنم کړي او لامل یې د اوبو کموالی، بې وخته بارانونه او طبیعي افتونه دي.»
روانې وچکالۍ د لوګر تر څنګ، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم بڼونه، کښتونه او ونې زیانمنې کړې دي.
د غزني د مقر ولسوالۍ کروندګر محمد منیر هم ورته شکایت کوي او وایې، چې اقلیمي بدلونونو تر بل هر وخته د دغه ولایت کرنه او مالداري له سختو ننګونو سره مخامخ کړې ده.
د هغه په وینا، د اوږدمهالې وچکالۍ او د هوا بېوخته بدلون له کبله يې شنه باغونه او په ځمکو کې کرل شوي فصلونه د اوبو نشتون له امله له یوې مخې وچ شوي دي. د نوموړي په خبره زیاتره خلک اقلیمي بدلون اړ کړي چې د دغه ولایت ځینو نورو سیمو ته کډه وکړي، څو خپلې ورځنۍ اړتیاوې له یوې بلې لارې پوره کړي.
هغه وایې: «د پخوا په څېر پرېمانه اوبه نشته چې کروندګر پرې خپل فصلونه اوبه کړي، له کارېزونو او څاه ګانو یې د لمریزې او یا جنراتور په وسېله ځمکې اوبه کوو؛ خو اوس په څاه ګانو او کارېزونو کې هم اوبه وچې شوي نو خلک هم مجبور شوي چې د غزني نورو سیمو ته بېځایه شي.»
دغه کروندګر زیاتوي چې وچکالۍ، کمو اورښتونو او د اوبو کچې ټيټېدو د کرنې او مالدارۍ برخې ته سخت زیان رسولی او کروندګر یې تر بل هر وخته ډېر ځپلي دي. د روزګان ولایت اوسېدونکی او د بادامو بڼوال حاجي ګلزاده وايي چې دغه ولایت کې سږکال د وچکالي له کبله د بادامو نیمايي باغونه لهمنځه تللي دي.
هغه زیاتوي چې د تېرکال په پرتله یې د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او د اوبو نشتون له کبله نږدې نیمايي باغونه لهمنځه تللي چې دوی ته یې مالي زیانونه اړولې دي.
نوموړی زیاتوي: «د تېر کال په پرتله بیا سږکال وچکالي بیخي زیاته ده ځکه تېره کال تر یوه وخته پورې په کارېزونو او څاه ګانو کې اوبه وې او مونږ به پرې باغونه او نور فصلونه اوبه کول خو سږکال دا اوبه کمې شوي چې بڼونه پرې نشو اوبه کولای نو ځکه خو د بادامو او نورو فصلونه حاصلات کم شوي او ټول زیان یې باغدارانو ته دی.»
په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې کارپوهان وایي، اقلیمي بدلونونو د افغانستان په کرنې منفي اغېزې کړې دي. د چاپېریال ساتنې کارپوه انجېنر حیات الله وایې، تېرو څو کلونو کې د بارانونو کمښت په چاپېریال، کرنیزو محصولاتو او د خلکو په ژوند ناوړه اغېزې لرلي. د هغه په وینا د اقلیم بدلون شدت ته په کتو اوس تر بل هر وخت ژر، د بېړنیو اقداماتو اړتیا ده.
هغه وایې: «افغانستان د نړۍ په کچه لسم هیواد دی چې اقلیمي بدلون ځپلی دی خو د نورې نړۍ په شان دلته د اقلیمي بدلون د مخنیوي برخه کې هیڅ نه دي شوي، لازمه ده چې باید د دې لپاره پلان جوړ شي ادارې باید د اوبو کوچني چکډیمونه جوړ کړي او دغه راز د سیندونو اوبه باید مهار شي او هم د کرنې په برخه کې د کروندګرو ته د اقلیمي بدلون په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.»
نوموړي ټینګار کوي چې د دې بحران د منفي اغېزو د کمولو لپاره دقیقې پلان جوړونې، په کرنیزو بنسټونو پانګونې، د کښت نویو طریقو پراختیا او د کروندګرو پر تخنیکي او مالي وړتیاوو کار ته اړتیا ده.
سره له دې چې افغانستان له ګڼو اقلیمي ننګونو سره لاس او ګریوان دی، خو بیا هم باور دادی چې ورسره د مبارزې لپاره لارې چارې شته چې ترې ښه استفاده او مدیریت یې کرنیزه برخه له شته بحران را ایستلی شي.