افغانستان کې د یوه کال پرمهال ١٢ ټلویزیوني شبکې تړل شوي
د افغانستان خبریالانو مرکز د«ټلویزیون»نړیوالې ورځې په مناسبت په دغه هیواد کې د رسنیو پر روان وضعیت اندیښنه څرګنده کړې.
یاد مرکز څخه(شنبه،١د لېندۍ)په خپره شوې اعلامیه کې ویل چې، د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې د افغانستان تصویري رسنۍ د سختو محدودیتونو سره مخ شوي او د طالبانو پراخ سانسور او د خبریالانو د ګواښلو له لارې د بیان ازادي محدوده شوې او په افغانستان کې د ټلویزیوني شبکو پر فعالیت محدودیتونه په بېساري ډول زیات شوي او دا حالت ورځ تربلې ترینګلی کیږي.
اعلامیه کې راغلي چې په تېر یو کال کې لږ تر لږه د ۱۲ ټلویزیوني شبکو فعالیت د طالبانو د مستقیمې لارښوونې او د لګول شویو محدودیتونو له امله بند شوی دی.
د خبریالانو ملاتړ سازمان زیاتوي چې طالبانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو لپاره فضا ډېره تنګه کړې او ښځینه خبریالانې په پراخه کچه له کار څخه بې برخې شوې دي او په ځینو مواردو کې یې هېواد پرېښودو ته اړ شوې هم دي.
اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو، او رسنیزو بنسټونو څخه په ټینګار غوښتل شوي چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو لپاره د عملي ملاتړ ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په کندهار، ننګرهار، کونړ، تخار، بادغیس او ځینو نورو ولایتونو کې طالب چارواکي له انځوریزو رسنیو سره له مرکو منع کړي دی.
د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوي قانون کې دغه راز د ژوندیو موجوداتو د عکسونو پر خپرولو بندیز لګولی او نورو سیمه ییزو طالب چارواکو ته یې هم امر کړی چې، یاد قانون عملي کړي.