افغانستان لپاره د انګلستان سفارت: افغانستان کې د مور او ماشوم د مړېنې کچه لوړه شوې

افغانستان لپاره د انګلستان سفارت: افغانستان کې د مور او ماشوم د مړېنې کچه لوړه شوې
Photo: Sans Frontières

افغانستان لپاره د انګلستان سفارت په افغانستان کې د نورې نړۍ په کچه د مور او ماشوم د مړینې کچه اندېښمنونکی بللې او وایې، زیاتره ښځې د اومیندوارۍ ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یاد سفارت د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس ویلي، افغانستان کې په نړۍ کې اووم هیواد دی چې د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې لوړه ده.

د انګلستان سفارت همدارنګه وایي، د مور او ماشوم د مړینې زیاتېدو کچه یو خبرداری دی چې باید د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره د نجونو پر تعلیم لګېدلي بندیزونه لرې شي. 

د ملګرو ملتونو د ماشومان صندوق څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې په کندهار ولایت کې د نور افغانستان په پرتله د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ده. 

کندهار چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله د اوسېدو ځای دی، ویل کېږي چې د نور افغانستان په پرتله په کې پر ښځو بندیزونه ډېر دي. 

بلخوا د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق له لوري په خپور شوي رپوټ کې راغلي، چې افغانستان کې ۹ میلیونه ښځې او نجونې له سخت روغتیايي بحران سره مخ دي او په هرو دوو ساعتونو کې یوه میندواره مېرمن د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګروملتونو د نفوس صدوق داسې مهال افغانستان کې د اومیندواره مېرمنو وضعیت څخه اندېښنه ښيي، چې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر شمېرو پر اساس، افغانستان کې څلورو اومیندواره مېرمنو څخه یوه یې په خوارځواکۍ اخته ده.

طالبانو څو میاشتې مخکې د نجونو پر طبي ښوونیزو مرکزونو هم بندیزونه وضع کړل چې له امله یې هیواد کې ښځو لپاره هر ډول زده کړې بندې شوې.

بلخوا د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي چې افغان ښځې او انجونې باید له پامه ونه غورځول شي او نړیواله ټولنه باید د هغوئ حقوقو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي.

یاد سازمان زیاته کړې چې افغانې ښځې او نجونې اوس مهال د طالبانو له سیستماتیکو محدودیتونو سره مخ دي او خوندي چاپېریال، حقوقي مرستو او مسلکي زده کړو ته جدي اړتیا لري.

دغه سازمان اوسنیو شرایطو ته په کتو د افغان ښځو په ملاتړ ټینګار کړې او زیاته کړې ده چې د اړتیا پر بنسټ له ښځو سره باید مرسته وشي.

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما د مارچ هم څه موده وړاندې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و، چې پر افغان نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

د یوناما په وینا، د د طالبانو محدودیتونه د بشري حقونو له ژمنو او بنسټیزو ازادیو سره په ټکر کې دي او د څو لسیزو له جګړې وروسته د افغانستان لرلید ته زیان رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو شاوخوا څلورو کلنو کې پر افغان ښځو او نجونو خورا سخت محدودیتونه لګولي، افغانې یې له زده کړو محرومې کړي او پر دوی دا محدودیتونه ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دي.