له پاکستان راستانه شوي کډوال؛ د کورونو کرایې لوړه شوې

له پاکستان راستانه شوي کډوال؛ د کورونو کرایې لوړه شوې
Photo: Bakhtar News

له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو د راستنېدو له بهیر پېلیدو سره سم يوشمېر راستانه شوي کډوال وايي، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه ته د نه لاسرسي سره سره کرایي کورونه يه سختۍ پیدا کېږي او کرايې یې هم لوړې دي چې دوی یې د نیولو توان نه لري.

د ننګرهار اوسېدونکی ګل احمد چې د تورخم له لارې له پاکستانه راستون شوی او اوس تورخم کې د راستنو شویو یوه کمپ کې اوسېږي وایې، چې هوا ګرمه ده او ماشومان یې پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوې دي. نوموړی زیاتوي چې په جلال اباد ښار او نږدې سیمو کې د کورونو کرایې لوړې شوې او له دوو اوونیو راهېسې لا د کرایي کور په پیدا کولو نه دی بریالی شوی.

ګل احمد وویل: «زه له خپلې شپږ کسېزې کورنۍ سره په تورخم کې د کډوالو په کمپ کې په یوه خېمه کې اوسیږم، بې روزګاري، فقر او اقتصادي ستونزې مو زیاتې دي خپل ځای او کور نه لرم کرایي کورونه هم نه پیدا کیږي او که وي نو کرایي تر هم تر لس زره افغانیو کمه نه ده چې زیاتره کډوال یې د نیولو توان هم نه لري نو مجبوره دي چې خېمه کې ژوند وکړي.»

د ظاهرالله په نوم یو بل افغان چې نږدې یوه میاشت کیږي له پاکستانه خپل هېواد ته راغلی وایې، خپل کاروبار او شتمني یې پاکستان کې پرېیښې او هېواد ته راستون شوی خو اوس یې دلته اقتصادي حالت خراب دی او د کور د کرایې ورکولو توان نه لري.

نوموړی دا مهال د لغمان په مهترلام ښار کې د خپلوان په یوه کور کې د لنډ مهال لپاره ژوند پیل کړی هغه وایې اقتصادي حالت یې دومره خراب دی چې له سهاره تر ماښامه په ښار کې د سل افغانیو کار هم نه شي پیدا کولای او ډېر وخت خالي لاس کور ته ستنېږي.

ظاهرالله زیاته کړه: «یوه میاشت کیږي چې له پاکستان مې کډه راوړې هر شتمني او د کور ټول وسایل مو هلته پاتې شول دلته له یوه خپلوان کره د موقت وخت لپاره اوسیږم، ژوند ورځ تربلې سختیږي ځکه کاروبار نشته او اقتصادي ستونزې زیاتې دي کرایي کورونه هم نه پیدا کیږي او که پیدا شي کرایه یې تر اته زره افغانیو ده نو چې کار نه وي دا د کرایې او نور د کور د مصارفو پیسې له کومه کړم؟»

د راستنو شویو کډوالو له ډلې اظهار الحق یو بل هغه افغان کډوال دی چې څه موده کیږي له کوزې پښتونخوا څخه کابل ته راغلی، خو تر اوسه د کرایي کور په پیدا کولو پسې سرګردانه دی.

اظهارالحق زیاته کړه: «د کورونو بېې بیخي لوړې دي دلته په کابل کې هغه کور چې څلور کوټې لري بیه یې تر ۱۲۰۰۰ افغانیو لوړه ده او دغه راز د شپږو میاشتو پېشکي مخکې اخلي، هغه کډوال چې راستانه شوي له زیاتو ستونزو سره مخ دي دوی زیاتره په خېمو کې ژوند کوي.»

په همدې حال کې ولسي خلک هم شکایت کوي چې له پاکستان د کډوالو راستنېدو له بهیر پیلېدو سره سم، په ښارونو کې د کورونو کرایې لوړې شوې دي.

د کابل اوسېدونکی دلاور وايي چې د کډوالو له راستنېدو وړاندې په کابل ښار کې د کورونو کرایه ټیټه وه، خو اوس د کورونو خاوندانو یو ځل بیا کرایې لوړې کړې دي.

نوموړی له مسوولو ادارو غوښتنه کوي چې د کورونو کرایې لپاره دې نرخنامې وټاکي او دغه راز پر  راستانه شوي کډوال په مساوي ډول په ټولو ولایتونو وویشي او یا دې هر کډوال خپل ولایت ته په تګ اړ کړي.

دلاور زیاته کړه: «په کابل ښار کې په اسانۍ سره کورونه د کرایې لپاره نه پیدا کیږي  کرایه‌ګانې ډېرې لوړې شوي دي او کار روزګار نه‌شته. له پاکستانه چې کوم کډوال راغلي ټول دلته پاتي دي او له امله یې د کورونو کرایې لوړې شوي دي؛ تېر کال که د درې کوټو د کور کرایه شپږ زره افغانۍ وه خو سږکال یې بیه تر پنځلس زره افغانیو لوړه شوې.» 

 په ورته مهال کابل کې د معاملاتو لارښوونې یو‌شمېر مسوولان هم وايي چې په دې وروستیو کې کابل کې د کورونو کرایه لوړه شوې ده.

د کابل نوي ښار کې د معاملاتو لارښوونې د یوه دفتر مسوول ذاهدالله وايي، چې له پاکستان او ایران څخه د کډوالو راستنېدل او له ولایتونو کابل ته د خلکو راتګ لامل شوی چې د کورونو کرایې لوړې شي.

هغه وویل: «د دوه کوټو کور په نهه زره، د درې کوټو په ۱۲زره، او همداسې پسې نور پسې نور د کورونو د کرایې اصلي لامل یې دا دی چې له پاکستان په زیات شمېر کډوال راغلي او دوی کرایه کور ته اړتیا لري او له همدې امله د کورونو کرایه لوړه شوې ده، دغه راز د کورونو مالکین هم له دې حالت ناوړه ګټه اخلي او د کورونو کرایې یې لوړې کړي.»

بلخوا ځینو سرچینو ویلي د جایدادونو ځينو مالکانو کرایه نشینو ته ویلي چې د طالبانو د مسئولانو د لوړو مالیو له امله یې کرایه لوړې کړې ده. 

په ورته مهال د طالبانو د عدلیې وزارت د مالیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د جایدادونو له مالکانو غوښتنه شوې چې راستنو شویو کډوالو سره دې همکاري وکړي.

بل لور ته د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې له لومړیو تر دې مهاله له پاکستان څخه نږدې ۱۰۰زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

یاد سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر کډوال د دوی له لوري د اپرېل له څلورمې د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې ثبت شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان همداراز زیاته کړې چې دوی له خپلو شریکانو سره یوځای بېرته راستنېدونکو افغانانو ته بېړنۍ مرستې او خدمات وړاندې کوي.