طالبانو د راه‌فردا ټلویزیون فعالیت ځنډولی

طالبانو د راه‌فردا ټلویزیون فعالیت ځنډولی
Photo: Rahe Farda

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایې چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کابل کې د «راه فردا» ټلويزيون فعالیت ځنډولی دی.

یاد مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې د «راه فردا» ټلويزيون یوشمېر کارکونکو دغه وزارت ته په مراجعې کولو سره، د خپلو حقوقو او امتيازونو نه ورکولو څخه شکایت کړی او د یاد وزارت د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون یې په غبرګون کې د یاد تلوېزیون فعالیت د نامعلوم وخت لپاره ځنډولی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر دې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې او د یاد تلوېزیون د خپرونو ځنډېدل د رسنیو له قوانینو سرغړونه بللې او د طالبانو له حکومت څخه يې غوښتي چې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي او افغانستان کې د «راه‌فردا» تلوېزیون خپرونو ته د خپرېدو اجازه ورکړي.

بلخوا د طالبانو تر ولکې لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم تائید کړې چې د « راه‌فردا» تلوېزیون فعالیت یې ځنډولی دی.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې رسنۍ د کارکونکو شکایتونه عدلي بنسټونو ته استول شوي او د څېړنو پروسې تر بشپړېدو وروسته یې «د راه فردا» ټلويزيون فعالیت ځنډولی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د رسنیو د شکایتونو ارزولو او تخطۍ کمیسیون څو ځله د ستونزې حل لپاره د یادې رسنۍ مسوولانو ته خبرداری ورکړی، خو ورته پام نه دی شوی.

د معالوماتو پر اساس د «راه فردا» ټلوېزیون یو خصوصي ټلوېزیون دی، چې د امتیاز څښتن یې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق دی، چې په ۱۳۸۶ کال کې یې کار پیل کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو بیا ځلي واکمنېدو راهېسې یو شمېر غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ د بېلابېلو پلمو له مخې تړل شوي، چې له امله یې سلګونه نارینه او ښځینه خبریالان بې روزګاره شوي دي.