د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د طالبانو رنجر موټر یو ځوان وهلی او مړ شوی

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د طالبانو رنجر موټر یو ځوان وهلی او مړ شوی
Photo: Social Media
د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د طالبانو رنجر موټر یو ځوان وهلی او مړ شوی

ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو رنجر موټر یو ځوان وهلی او وژلی یې دی.

سرچینو ویلی چې دغه پېښه د سروبي ولسوالۍاړوندسورۍ تېږې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په یاده سیمه کې د طالبانو رنجر موټر د (نادر خان) په نامه یو ځوان وهلی او سیند ته غورزېدلی چې جسد یې لا تراوسه نه دی موندل شوی.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم یاده پېښه تائید کړې او زیاته کړې یې ده، چې یاده پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د طالبانو یو رینجر موټر د زیات سرعت له کبله د موټر چلوونکي له کنترول وتلی او د سروبي ولسوالۍ په یاده سیمه کې یې د کبانو هوټلونو ته څیرمه یاد ځوان وهلی او وژلی دی. 

طالب چارواکو تراوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې څو ورځې وړاندې په لغمان کې هم د طالبانو یو رنجر موټر یو ماشوم وهلی او وژلی و.