د وچکالۍ پراختیا؛ کابل کې څاه ګانې وچې شوي او خلک د څښاک اوبه نه لري

د کابل ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وایې، چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري چې له کبله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د دوی په خبره چې د وچکالۍ او د ځمکې لاندې د اوبو کچې ټيټېدو له امله یې د اوبو د ۱۰۰ مترو په زیاتې اندازې ژوروالي څاهګانې وچې شوي او اړ دي چې د څښاک پاکې اوبه په پېسو وپېري.
د کابل «ارزان قېمت» سیمې اوسېدونکی عاشق الله چې د څښاک اوبو برابرولو لپاره له کور څخه راوتلی، وايي چې سیمه کې یې د اوبو څاهګانې وچې شوي او خلک اړ دي چې د اوبو لپاره ساعتونه ساعتونه نوبت ته په تمه شي.
د هغه په خبره د کابل ښار زیاتره سیمو کې د اوبو خصوصي شرکتونو له لوري تصفیه شوې اوبه پلورل کیږي چې د هر یوه لېټر بیه یې له یوې افغانۍ تر دوه افغانیو ده.
هغه وایې:«په څاه ګانو کې اوبه وچې شوي او خلک مجبوره دي چې یا له لېرې ځایونو اوبه راوړي او یا یې په شخصي پېسو واخلي، هره ورځ د تصفیه شویو اوبو پلورونکي په کوڅو کې ګرځي او خلک ترې د مجبورۍ له مخې په پېسو اوبه اخلي ځکه بله لاره نه لري.»
د کابل د دشتې برچې سیمې اوسېدنکی سید منیر هم ورته شکایت کوي او وایې، چې په دې وروستیو کې د اوبو د کمښت ستونز زیاته شوې او په اوونۍ کې د اوبو رسولو شبکو له لوري له هرو څلور ورځو وروسته یو وار په نلونو کې اوبه ورخوشې کېږي؛ نو ځکه خو خلک اړ شوي چې د اړتیا وړ اوبه خصوصي شرکتونو څخه د پیسو وپېري.
د هغه په خبره ښاریان د اوبو کمښت اندېښمن کړي او دا ستونزه د کابل ښار په ټولو سیمو کې ورځ تربلې مخ په یو ناورین بدلېدونکې ده.
هغه وایې:«په دولتي نلونو کې په اوونۍ کې یو یا دوه ورځې اوبه راځي او زیاتره خلک مجبورېږي چې په شخصي پېسو د اړتیا وړ اوبه واخلي، یو لېټر اوبه په یوه یا دوه افغانۍ دي خو په پېسو د اوبو اخېستل د هر چا له توان پوره نه ده؛ ځکه خلک د ډوډۍ لپاره پېسې نه لري نو اوبه به څنګه واخلي.»
د کابل د باګرامیو ولسوالۍ اړوند «افغان ښارګوټی» هغه سیمه ده، چې په کې زرګونه کورنۍ مېشتې دي چې د څښاک اوبه نهلري او هره ورځ یې ماشومانو له لرو ځایونو اوبه راوړي او هغه چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی د څښاک اوبه په پېسو پېري.
د یادې سیمې اوسېدونکی عبدالقدیر وایې د څښاک اوبو نشتون یې هغه حیاتي ننګونه ده چې خلک یې د ترلاسه کولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د نوموړي په وینا که په خپل سر د تر ځمکې لاندې اوبو د کارولو مخه ونه نیول شي، راتلونکي کې به د څښاک اوبو ته د خلکو لاسرسی نور هم سخت شي.
هغه وایې:«زه د اووه کسېزه کورنۍ سرپرست یم او دلته دوکاندري کوم، هر ورځ تر ۲۵ لیټرو تصفیه شوې اوبه په پېسو اخلم د بورېنګ هغه څاه ګانې چې کلونه وړاندې مو وېستلې وې؛ اوبه په کې وچې شوي ځکه وچکالي زیاته ده او همدا لامل دی چې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټېټه شوې ده.»
کابل ښاریان له نړیوالو بسټونو د اوبو کمښت د ستونزې د لپاره د بنسټېزو پروژو په پلي کېدو ټینګار کوي تر څو خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
له دې څه موده وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» ویلي و، چې اقلیم بدلون دغه هېواد د اوبو پر سرچینو منفي اغېزې کړي او د څښاک پاکو اوبو ته یې د خلکو لاسرسی ستونزمن کړی دی. یونیسف دغه راز خبرداری ورکړی چې کابل ښار به تر ۲۰۳۰ کاله د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی، چې په ټول افغانستان په ځانګړې توګه په شمالي، شمال لوېدیځو او شمال ختیځو سیمو کې سخته وچکالي د پراختيا په حال کې ده.
د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو تر دې مهاله په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له امله د سختې وچکالۍ په تړاو په ځلونو خبرداری ورکړی دی.