د افغانستان فوټبیال ۱۷ کلنه لوبډله مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان لاړه

د افغانستان فوټبیال ۱۷ کلنه لوبډله مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان لاړه
Photo: Football Federation

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه اوزبېکستان ته لاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هیواد ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه نن چهارشنبه د اوزبېکستان پلازمېنې تاشکند ته رسېدلې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د مرکزي اسیا اتلولۍ (کافا) سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۲۴مه د اوزبېکستان په کوربه‌توب پیلېږي.

د یادې فدراسون د مالوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون، د ایران، اوزبېکستان، تاجکستان، قرغزستان او د ترکمنستان د فوټبال لوبډلې برخه لري.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنې لوبډلې تېر کال د همدې لوبو اتلولي ګټلې وه او سږکال هم تمه کیږي چې دا اتلولي به په خپل نوم کړي.