یوې افغان مېرمنې د ۲۰۲۶ کال لپاره د «زاید انساني ورورولۍ جایزه» ګټلې
یوې افغانې ښځې زرقا یفتلي ته د ۲۰۲۶ کال لپاره د «زاید انساني ورورولۍ جایزه» ورکړل شوه.
د جایزو دغه سازمان په رسمي پاڼه کې د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې سږکال د انساني ورورګلوۍ لپاره د زاید جایزې ګټونکې افغانه زرقا یفتلي، چې د نجونو د زده کړو له مخکښو فعالانو څخه ده یاده جایزه ګټلې ده.
اعلامیه کې راغلي چې اغلې یفتلي د افغانستان بېلابېلو سیمو کې هغو نجونو ته د زده کړو هیله او لاسرسی برابر کړی چې د سختو او محدودو شرایطو لاندې ژوند کوي.
په ورته مهال زرقا یفتلي ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د ګټونکې په توګه د هغې انتخاب د افغان میرمنو لپاره «قوي او معنی لرونکی پیغام» لري.
د مالوماتو له مخې د «زاید انساني ورورولۍ جایزه» هر کال هغو کسانو او بنسټونو ته د متحده عربي اماراتو د بنسټ ایښودنکي، د شیخ زاید بن سلطان ال نهیان له خوا ورکول کېږي چې د سولې، زغم، بشري حقونو او انساني ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې واکمنېدو راهیسې پر افغان نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او دوی یې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې دي.