یونیسف: د افغانستان ښوونیز او رونیز سیستم له زاوال سره مخ دی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ښوونیز نظام د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې او زیاته کړې یې ده، چې د دغه هېواد ښوونې او روزنې سیستم له سترو ننګونو سره مخ دی، خو بیا هم یې د جوړېدو فرصت شته.
یونیسف په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې زده کړې د نجونو او هلکانو اساسي حق دی او په وینا یې د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز لرې کول او پر ابتدایي کړو پانګونه کول ډېر مهم کار دی چې په دې ډول به پرمختګ دوام وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت هم د «نجلۍ نړیوالې» ورځې په مناسبت له افغان نجونو څخه پر ملاتړ ټينګار کړی او ویلي یي دي، افغان نجونې د زده کړو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
بل خوا د یونیسکو ویلي په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته ۱.۴ ملیونه نجونې له ښوونځي څخه محرومې دي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال نجونې له هر ډول زده کړو محرومې کړې او پر دوی یې خپلو محدودیتونو ته دوام ورکړی دی، چې له امله یې ان ځېنې نجونې په رواني ناروغیو اخته شوې دي.