کونړ کې د لارو خرابوالي د بشري مرستو بهیر ټکنی کړی

کونړ کې د لارو خرابوالي د بشري مرستو بهیر ټکنی کړی
Photo: Social Media

په کونړ کې ځایي سرچینې وایې چې په دغه ولایت د وروستۍ زلزلې له امله لاهم په ځېنو سیمو کې خلک بند پاتې دي او ګڼو سیمو ته یې د لارو د خرابوالي او د غر ښوېیدنې د ګواښ له امله د ژغورونکو ډلو ورتګ او د مرستو بهیر ټکنی شوی دی.

د کونړ د نورګل ولسوالۍ د «مزار دره» چې د نورو سیمو په پرتله په کې زلزلې په زیاته اندازه تلفات اړولي اوسېدونکي یې وایې، چې لاهم ځېنو ته بشري مرستې نه دي ورسېدلي او د لارو د خرابوالي د بشري مرستو رسولو بهیر ګډوډ کړی دی.

د یادې سیمې یو اوسېدونکی سید عمران وایې: «په زیاتره کلیو کې لاهم خلک تر خاورو لاندې بند پات دي ځکه دا سیمې د غرونو پر سر دي او لارې د زلزلې پرمهال خرابې شوي، هلته خلک خوراکي توکو او د څښاک اوبو جدي اړتیا ده.»

د غازي اباد سیمې یو بله زلزله ځپلی خالد چې د کورنۍ څلور غړي یې له لاسه ورکړي وایې، چې سیمو ته یې ته یې مرستندویه او ژغورنکې ډلګې نه دي ورسېدلي او پاتې کلیوالو یې په خپله ځېنې کسان له خاورو را وېستلي او ګڼ نور لاهم تر کنډوالو لاندې دي.

هغه وایې: «هیڅ مرسته نه ده شوې مونږ خپل مړي په خپله له خاورو راوېستلي او زیاتره یې تر خاورو لاندې دي، که له زلزله ځپلو سره د خوراکي، څښاک اوبو او نورو برخو کې مرستې ونشي نو له لوږې به مړه شي.»

نوموړی نیوکه کوي چې ژغورونکې ډلې یوازې تر نږدې سیمو ورغلي او لېرې پرتې سیمې یې له پامه غورځولي دي.

د کونړ یو بل اوسېدونکی نعیم شاه وایې غرنیو سیمو او ناسم موسمي حالت په لېرې پرتو سیمو کې د مرستندویه ډلو لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی.

د هغه په وینا چې د غرنیو لارو تنګوالی، د بیا زلزلې اندېښنه او د موټرو د تګ راتګ پر وړاندې خنډونه د مرستو رسولو په بهیر کې تر ټولو لوی ننګونې دي.

هغه زیاتوي: «لارې بندې دي او ژغورونکې ډلې هغه سیمو ته تګ نشي کولای چې هلته لاهم خلک بند پاتې دي، غوښتنه کوو چې باید بند پاتې خلک وژغورل شي او له دوی سره بشري مرستې وشي.»

ویل کېږي چې د کونړ د وروستۍ زلزلې له امله تر نورو زیاتې ښځې او ماشومان اغېزمن شوي او ځېنو یې روغتیایي مرکزونو ته پر وخت د نه رسېدنې له املهخپل ژوند بایللی دی.

د روغتیایي مسولانو د مالوماتو له مخې په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۰۰ او د ټپیانو شمېر له ۳۰۰۰ زیات شوی دی.